د بهرنیو چارو وزیر لنډه پیژندنه

د بهرنیو چارو وزیر لنډه پیژندنه :
دافغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی ډاکټر زلمی رسول د 2010 م کال په جنوري كې د افغانستان د ملت د استازو څخه د بهرنیو چارو د وزیر په توگه د اعتماد رایه خپله كړه .هغه د 2002کال په جون كې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د سلاکار په توگه دنده درلوده،همداراز يې د افغانستان د خارجي سیاست او امنیت د فعالیتونو د همغږي کولو په برخه كې کار کاوه .هغه د2001م کال راپدیخوا د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورریس حامد کرزي سره په ملاقاتونو كې ؤ .ډاکټر زلمی رسول د سلاکاری د پست څخه وړاندې د ملكي
هوایي چلند د ریس په توگه کار کاوه.هغه پخپل وظیفوي پست د یوه مهم نقش لرونكٰٰٰٰۍ ؤ. ډاکټر زلمی رسول د بن په غونده كې د افغانستان د نورو دولتي چارواکو سره یو ځای ،ددې کنفرانس د مخکښو گډون کوونکو څخه و اود افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورریس حامد کرزي سره يې ددې کنفرانس په جوړولو كې گډون درلود.په 1998م کال د اضطراري لویې جرگې چې د حامد کرزي په ریاست جوړه شوه،سکرتریت يې په غاړه درلود .هغه د افغانستان د برخلیک په ټاکلو كې چې ددوی په خوښه جوړ شو یو مهم نقش درلود.که څه هم چې دا لویه جرگه د نړیوالې ټولنې د تائید وړ هم وگرځیده.ډاکټر زلمی رسول په کابل كې زيږیدلی د استقلال د عالي لیسې څخه فارغ او په یوه تحصیلي بورس د فرانسې مرکز پاریس ته واستول شو .چې هلته يې تر دوکتورا پورې خپلې لوړې زده كړې سرته ورسولې .هغه په دري ،پښتو ،انگلیسي ،فرانسوي او ایتالوي ژبو کامل بلدیت لري.په عربي ژبه هم پوهيږي . دهغه 30 اثار د امریکا او اروپا په مجلاتو كې چاپ او خپاره شوي دي .

Other News

نور