د بهرنیو چارو وزارت

Home  ›  The Ministry  ›  Minister of Foreign Affairs › Biography 

د افغانستان  ا. ج. د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د ژوندلیک لنډیز

صلاح الدین رباني، د سولې شهید د اسلامي دولت مشر او د افغانستان خلکو د جهاد او مقاومت لارښود استاد پروفیسور برهان الدین رباني زوی، د  ۱۳۵۰ هجري لمریز کال د غويي په ۱۵ مه په کابل ښار کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. لومړنۍ زدکړې او د ښوونځي دوره ېې د هجرت پر مهال د پاکستان په اسلامي جمهوریت کې پای ته ورسوله. وروسته د لوړو زدکړو د دوام لپاره د سعودي عربستان شاهي هېواد ته ولاړ، او په ۱۳۷۴کال  کې ېې د مدیریت او بازارموندنې په څانګه کې د ملک فهد پټرولیم او کانونو له  پوهنتو ن څخه د لېسانس سند ترلاسه کړ.  
د لېسانس د زدکړو دورې له پای ته رسیدو څخه وروسته، د سعودي عربستان د نفتو شرکت مالي محاسباتو په برخه کې په کار بوخت شو. له ۱۳۷۵ تر ۱۳۷۷ پورې ېې د عربي متحده  اماراتو د شارجې ښار په خصوصي سکټور کې دنده ترسره کړې ده. ښاغلی رباني په ۱۳۷۸ کال کې د لوړو زدکړو دوام لپاره، د بریتانیې شاهي هېواد ته ولاړ او په کینګستون پوهنتون  Kingston University کې په لوړو زدکړو بوخت شو.  په ۱۳۷۹ کال کې یې له  نوموړي پوهنتون څخه د مدیریت او سوداګرۍ په څانګه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. د طالبانو رژیم له را نسکورېدو وروسته، ښاغلی رباني له ۱۳۸۱ تر ۱۳۸۵ کال پورې په نېویارک ښار کې د ملګروملتونو په سازمان کې د افغانستان د دایمي نمایندګۍ د سیاسي مستشار په توګه دنده ترسره کړې ده. ده په دې کاري موده کې د افغانستان په استازیتوب، د ملګرو ملتونو سازمان د نړیوال امنیت او بی وسلې کولو د لومړۍ کمېټې غړي په توګه چې د دې سازمان یوه مهمه کمېټه ده، دنده ترسره کړې ده. دی په ۱۳۸۵ کال کې د لا زیاتو لوړو زدکړو دوام په موخه، له بهرنیو چارو وزارت څخه استعفا وکړه او  په ۱۳۸۷ کال کې ېې د نړیوالو اړیکو په برخه کې د امریکا له کولمبیا پوهنتون څخه د ماسټرۍ  دوهم مدرک ترلاسه کړ.
ښاغلی رباني په ۱۳۸۷ کال کې بېرته هېواد ته راستون شو او د افغانستان اسلامي جمعیت حزب په  سیاسي  برخه کې د خپل پلار، د سولې شهید او د افغانستان د خلکو د جهاد او مقاومت  لارښود، د سیاسي سلاکار په توګه په سیاسي فعالیتونو بوخت شو. دی په ۱۳۸۹ کال کې د ترکېې په جمهوری هېواد کې د افغانستان سفیر په حیث وټاکل شو او د ۱۳۹۰ کال د وږې میاشتې تر پایه ېې په دې موقف کې دنده ترسره کړه.
 ښاغلی صلاح الدین رباني د خپل پلار پروفیسور استاد برهان الدین رباني له شهادت وروسته، د ۱۳۹۰ لمریز کال د وږي په ۲۹ مه د افغانستان اسلامي جمعیت حزب د مشرتابه پلاوي له خوا د دې ګوند د سرپرست په توګه وټاکل شو. دی د ۱۳۹۱ لمریز کال د وري په ۲۶ مه د سولې عالي شورا  غړو له خوا، د رایو په اتفاق، د سولې عالي شورا د رئیس او په دې مقام کې د شهید پروفیسور برهان الدین رباني د ځایناستي په حیث غوره شو.
ښاغلي رباني د افغانستان اسلامي جمعیت حزب د مشرۍ مقام په ساتلو سره، د ۱۳۹۳ کال د مرغومې میاشتې له ۲۲ نېټې څخه تر اوسمهاله د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په توګه دنده ترسره کوي. د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، په فارسي او پښتو ژبو سربېره ، عربی، انګلیسي او اردو ژبو سره اشنایي او پر هغوی بشپړ تسلط لري، ده واده کړی او څلور اولادونه لري.

Ministry of Foreign Affairs