د بهرنیو چارو وزارت

د افغانستان  ا. ج. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادریس زمان د ژوندلیک لنډیز

جلالتمآب ادریس زمان  (د زیږیدو کال ۱۳۵۳) د دې تر څنګ چې د۱۳۹۷ کال دی لړم میاشت څخه راهېسې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین په توګه دنده ترسره کړې ده، د ۱۳۹۸  کال د لړم میاشت په وروستیو کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په توګه وټاکل شو.
ښاغلی ادریس زمان  سیاسي چارو شنونکی، څېړونکی او د سیمه ایزو او نړیوالو چارو مبصر دی چې د  ادارې مدیریت او څېړنې په برخه کې له ۲۰ کلونو څخه زیاته تجربه لري.
د بهرنیو چارو په وزارت کې د معین په توګه له کار کولو څخه مخکې، نوموړي د سولې او یووالي لپاره د همکاریو ادارې (CPAU) د اجرایي ریس په توګه دنده ترسره کوله چې په افغانستان کې د سولې او د شخړو د آوارولو لومړنۍ او تر ټولو ستره مؤسسه ده.
د سولې او یووالي لپاره د همکاریو په اداره کې د کلونو په  تېرېدو سره، ښاغلي زمان د دغې دارې کاري برخه پراخه کړه ترڅو نورې برخې لکه رسنۍ او د سولې اړوند خبریالي یا ژورنالیزم پکې شاملې کړي، او دا راز هغه له تشدد ډک افراطیت پرضد مبارزې (CVE) برخې ته هم په یاده اداره کې وده ورکړه ترڅو د امنیت ملي شورا لپاره د تشدد ډک افراطیت پرضد مبارزې (CVE) په اړه د افغانستان ملي سټراټيژۍ په جوړولو کې مرسته وکړي.
په همدې توګه، ښاغلي زمان د افغانستان له تشدد ډک افراطیت پرضد مبارزې (CVE) د کاري ګروپ/ د حل مرکز ګډه مشري هم وکړه.
نوموړي یو شمېر کیفیتی څېړنیزې مقالې هم لیکلې دي. د دی مقالو د بحث ټکي افراطیت، د یاغيتوب، له تشدد ډک افراطیت او د بیا مجدد ادغام د انګېزو په اړه او دا راز د نظامیانو او ملکیانو تر منځ د اړیکو په اړه مطالعات، وو.
ښاغلي زمان د افغانستان د مدني ټولنې ګډ کاري ګروپ د یو اساسي غړي په توګه هم دنده ترسره کړې. نوموړی د سولې تأمینولو او څېړنې د اتحادې د مؤسسینو له جملې څخه دی.
ښاغلي زمان واده کړی او دوه لورګانې لري.