جمعه ۲۸ جدی ۱۳۹۷، ۰۷:۲۹ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د بهرنیو چارو وزارت د مراجعینو ستونزو او شکایتونو ته د رسیدګۍ خبرتیا

د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې د ۱۳۹۷/۳/۲ نېټې د ۴مې ګڼې په اساس، د بهرنیو چارو وزارت د ادارې او سرچینو معین ډاکټر نصیر احمد اندیشه، د قونسلي چارو رئیس او د اړوندو څانګو مسؤلین د مراجعینو ستونزو او شکایتونو ته رسيدګي کوي.

له ټولو درنو مراجعینو څخه هېله کيږي که چیرې د بهرنیو چارو وزارت ته د مراجعې، د خپلو اسنادو او کارونو د طی مراحل کولو په وخت کې له ستونزو سره مخامخ کيږي نو د دې خبرتیا په پای کې د موجود لینک څخه ستونزو ته د رسيدګۍ فورمه ترلاسه او له ډکولو وروسته يي دې برښنا لیک ته This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it. ته واستوي. همداراز، مراجعین کولای شي چې د یادې فورمې هارډ کاپي د قونسلي چارو، فرهنګي اړیکو او ډيپلوماتيک ارشیف ریاستونو د پذیرش څانګې یا ریسيپشن څخه ترلاسه او له ډکولو وروسته يي د شکایتونو صندوق کې واچوي.

یو ځل بیا ټینګار کيږي چې د قدرمنو مراجعینو ټولې ستونزې، شکایتونه او وړاندیزونه د ادارې او سرچینو معین او د اړوندو څانګو د مسؤلینو له لورې لوستل کيږي او څیړل کيږي او د حل په موخه يي جدي اقدامات ترسره کيږي.

د یادونې وړ ده چې ستونزو او شکایتونو ته د رسیدګۍ بهیر په دوامداره توګه دوام لري او د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي چې د هېواد والو کارونو او ستونزو ته پر وخت او په ښه ډول رسيدګي وکړي.

فورمه دنلود

Read 533 times

Last modified on دوشنبه, 18/04/1397

Go to top