دوشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۸، ۰۱:۳۰ پیش از چاشت به وقت محلی کابل
وروستي خبرونه

وروستي خبرونه (324)

د افغانستان اسلامي جمهوریت او د چین د خلکو جمهوریت د سیاسي اړیکو پنځه شپېتمه کالیزه ونمانځل شوه

کابل - د افغانستان اسلامي جمهوریت او د چین د خلکو جمهوریت د سیاسي اړیکو ۶۵ مه کالیزه، نن د ۱۳۹۸ کال د مرغومې په ۲۹ مه نېټه چې د دواړو هېوادونو لوړپوړو مقاماتو او په کابل کې استوګن دوستو هېوادونو سفیرانو پکې ګډون کړی ؤ، په بهرنیو چارو وزارت کې ونمانځل شوه.

 په دې مناسبت بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او چین د اړیکو په اړه د علمي سیمینار او د ماښامنۍ مېلمستیا د دوو پروګرامونو کوربني وکړه.

 په یاد سیمینار کې دوو تنو چینايي پوهانو د افغانستان او چین په اړه خپلې لیکنې وړاندې کړې. او همدغه راز د بهرنیو چارو وزارت د ستراتژیکو مطالعاتو مرکز، د کابل د پوهنتون او د افغانستان او چین ځينو ځېړونکو له خوا هم مقالې ولوستل شوې. په یوه جلا برنامه کې د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو مقاماتو او په کابل کې د دوستو هېوادونو د سفیرانو په ګډون د مېلمستیا محفل ترتیب شوی ؤ.

د یادولو وړ ده چې افغانستان هغو لومړنیو هېوادونو څخه دی چې د چین نوَی دولت ېې، چې د هغه هېواد د کمونیست ګوند په مشری د ۱۹۴۹ په اکتوبر کې تاسیس شوی ؤ، په ۱۹۵۱ کال کې په رسمیت وپېژاند او دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۹۵۵ کال د جنورۍ په ۲۰ مه ډېپلماتیکې اړیکې ټینګې شوې.

د تهران د هوايي پېښې د همغږی او د قربانیانو کورنیو ته د ځواب ویلو نړیواله ډله – ایران سره د همکارۍ چوکاټ

لندن – کاناډا، اوکراین، سویډن،  افغانستان او انګلستان چې د تهران د هوايي پېښې د همغږۍ او د قربانیانو کورنیو ته د ځواب ویلو د  نړیوالی ډلې غړي دي په کاناډا هوز (په لندن کې د کانادا  سفارت ) کې سره ولېدل. او هوکړه ېې وکړه څو ایران سره د دې پېښې د قربانیانو کورنیو ته ځواب ویلو لپاره د همکارۍ چوکاټ جوړ کړي.

دغه چوکاټ په پنځو مهمو برخو باندې تمرکز لري چې ایراني چارواکو سره د د هغو ټکو د تامینولو لپاره زمونږ په لاندې شرحه اسانوي:

۱ . قونسولي خدمتونو برابرولو لپاره  په ایران کی زمونو مقاماتو ته د بشپړ او له ځنډ او خنډ پرته لاسرسی برابرول. څو چې زمونږ تخنیکي متخصصین د پلټنو ترسره کولو لپاره اړوند معلوماتو ته لاسرسی ولري؛

۲ ـ  له حرمت او شفافیت ساتلو سره یوځای او نړیوالو قوانینو سره برابر د قربانیانو د پېژندنې بهیر ترسره کول،  او  د بېرته ستنیدو او  په ټولو حالاتو کې هغوی ته د درناوی په برخه کې د قربانیانو د کورنیو د غوښتنې پوره کول؛

۳ . د ملکي هوايي چلن له نړیوالو کنوانسیونونو سره سمون کې د دقیقو، خپلواکو او شفافو نړیوالو پلټنو ترسره کول؛

۴ ـ  د ایران حکومت د دې غمژنې پېښې مسئولیت په غاړه اخلي او د قربانیانو د کورنیو په وړاندې خپلې دندې سر ته رسوي چې د خساری جبرانول هم پکې شامل دي.

۵ –    شفافو قضايي اقداماتو له لاری  به هغه کسان ځواب ورکوي چې د دې عمل مسئولین دي؛

مونږ د ایران حکومت له رغنده همکاریو څخه چې تر دې مهال ېې کړي دي هرکلی کوو او دهغوی د دوامداره همکاریو غوښتونکی یو.

د اقتصادي همکاریو معین د ترکمنستان سفیر سره ولېدل

کابل ـ د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو معین ښاغلي میرویس ناب، په کابل کې د ترکمستان سفیر ښاغلي اویزوف هوجا سره ولېدل.
دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي پروژو، د سیمه ییزو همکاریو او د روان ۲۰۲۰ زیږدیز کال په بهیرکې په بیلابیلو برخو کې د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او ځواکمنېدو په اړه خبرې وکړې او نظریات ېې یو بل سره شریک کړل.

افغانستان کې د اسیا پرمختیايي بانک له مشر سره د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو معین لېدنه

کابل - د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو معین میرویس ناب، نن له غرمی وروسته افغانستان کې د اسیا  پرمختیايي بانک له مشر ښاغلي نریتدرا سنګرو سره ولېدل.

پدې لېدنه کې، افغانستان لپاره د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو(ریکا) د اتم کنفرانس د ناستې دایرولو د تیاریو نېولو په اړه، چې ټاکل شوې د ۲۰۲۰ کال په می میاشت کې ازبیکستان کې دایر شي، د منځنۍ اسیا د سیمه ییزو همکاریو د بهیر(CAREC) د ۲۰ کلونو فعالیتونو د نمانځنې، او په یوه غړي هېواد کې له هغه سره د اړوند ناستو نېولو په اړه خبری وکړې او نظریات ېې سره شریک کړل.

دواړو لورو پدی کتنه کې کابل ته د اسیا پرمختیاي بانک د لوړپوړې استازډلې د سفر په اړه، چې پام کې ده په راتلونکې اونی کې ترسره شي، هم  خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران اسلامي جمهوریت سفیر سره ولېدل

کابل - د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي ادریس زمان، نن غرمه، ښاغلي بهادر امینیان، په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر سره ولېدل.

په دې لېدنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران سفیر څخه، په ایران باندی د متحده ایالاتو د برید په صورت کې په افغانستان کې د ځینو نقاطو په نښه کولو د احتمال په اړه د هغه هېواد د هوایي پوځ د قوماندان په ګډون د ځينو ایراني مقاماتو د څرګندونو په اړه، وضاحت وغوښټ.

وروسته د ایران اسلامي جمهوریت سفیر د دواړو هېوادونو د حسنه اړیکو تاریخ په جوتولو سره، څرګنده کړه چې د افغانستان د ملی حاکمیت او د خاورۍ د بشپړتیا بشپړ درناوی د ایران اسلامي جمهوریت اساسي، رسمي او همیشني دریځ دی. او افغانستان په وړاندې نور هر ډول څرګندونې د ایران اسلامي جمهوریت په سیاست او پالیسیو کې هېڅ ځای او منزلت نلري.

همدغه راز ښاغلي امینیان زیاته کړه چې ځېنو رسنیو د ایران اسلامي جمهوری دولت د چارواکو د څرګندونو ځینې برخې په هغه ترتیب منعکسوي چې له اصلي څرګندو شویو بیانونو له روحېې سره په بشبړ مخالفت کې دي.   

بهرنیو چارو سرپرست وزیر د آلمان د بهرنیو چارو وزارت له معین سره ولېدل

کابل – د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ښاغلي ادریس زمان، له ښاغلي نیلس آنن، د آلمان د بهرنیو چارو وزارت له معین سره وليدل.

په پېل کې، دواړو لورو په سیمه کې په وروستیو تحولاتو په ځانګړي ډول په تهران کې د اوکراینیPS752  الوتکې د هوايي پېښې په تړاو خبرې وکړې.

ښاغلي آنن اقلیم او امنیت په تړاو د برلین کنفرانس په اړه، چې ټاکل شوې د ۲۰۲۰ کال د جنوری په ۲۸ مه نېټه د منځني اسیا د پنځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون په برلین جوړ شي، ښاغلي زمان ته مالومات وړاندې کړل.

همدغه راز دواړو لورو نورو موضوعګانو په ګډون د جمهوري ریاست د ټاکنو، د سولې د هلو ځلو او د سولې د بین الافغاني خبرو اترو په هکله، چې ټاکل شوې په راتلونکې کې په برلین کې ترسره شي، خپل نظریات یو بل سره شریک کړل.

بهرنیو چارو سرپرست وزیر د چین د خلکو جمهوریت سفیر سره ولېدل

کابل – د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، نن له غرمې وروسته، په کابل کې استوګن د چین د خلکو جمهوریت سفیر ښاغلي وانګ یو سره ولېدل.

په دې لېدنه کې، دواړو لورو د سولې د هلو ځلو او په سیمه کې د وروستیو تحولاتو په ګډون د علاقې وړ موضوعګانو په اړه خبرې وکړې او هیله مندی ېې ښکاره کړه چې د سیمې حالات په کړکیچ بدل نشي.

ورپسې د چین سفیر بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته، د تایوان د پرمختګپال ګوند قدرت ته رسېدا په تړاو د خپل دولت رسمي دریځ څرګند کړ.

د دې لېدنې په پای کې، بهرنیو چارو وزیر د افغانستان دولت د ډېپلوماتیکو اړیکو د تاریخي دریځ، د واحد چین د سیاست پرمخ وړلو په برخه کې پر دوام تاکید وکړ.

د بهرنیو چارو وزیر په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغان ځوانانو استازې آغلې عایشه خرم سره ولېدل

کابل – د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي ادریس زمان په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغان ځوانانو استازې آغلې عایشه خرم  او د آلمان فډرالي جمهوریت سفیر ښاغلي پېتر پروګل سره ولېدل.

په پېل کې، آغلې عایشه خرم آلمان او امریکا متحده ایالاتو ته د خپلو وروستيو سفرونو په اړه او د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا په ناسته کې، او هغو ناستو کې ګډون په تړاو چې نیویارک ته ېې خپل سفر په بهیر کې لرل،  بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته مالومات وړاندې کړل.

بیا بهرنیو چارو وزیر، د آغلې خرم له لاسته راوړنو د قدردانی په ترڅ کې، هغې ته، په ملګرو ملتونو کې افغان ځوانانو په استازیتوب، د پروګرامونواو فعالیتونو په اړه مشوره ورکړه او بهرنیو چارو وزارت له اړخه ېې د هغې د برنامو پلې کولو په برخه کې، ملاتړ څرګند کړ.

ورپسې آغلې خرم د سولې په مذاکراتو کې د ځوانانو د حضور او اړینو مالوماتو نشتوالې په اړه خبرې وکړې او د داسې میکانیزمونو د رامنځ ته کولو غوښتنه یې وکړه چې په چوکاټ کې ېې ځوانان هم وتوانیږي سولی سره اړوند مسائلو په اړه خبر شي.

په پای کې بهرنیو چارو وزیر آغلې خرم د نوي نسل د استازولي په برخه کې د ځوانانو د غوره استازۍ وبلله او هغې ته په راتلونکو پلانونو کې د بریالیتوب هیله وکړه.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیرې سره وکتل

کابل – د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلالتمآب ادریس زمان نن سهار په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر میرمن کرن دیکر سره ولیدل.

په پیل کې، میرمن دیکر د هغو ۱۳ افغانانو د مړینې له امله چې په تهران کې يې د PS752 اوکراینۍ الوتکې د سقوط له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته د امریکا حکومت او خلکو د خواخوږۍ پیغام وړاندې کړ.

دواړو خواوو د سولې، ولسمشریزو ټاکنو او همداراز په سیمه کې د وروستیو تحولاتو په ګډون د بیلابیلو مسایلو په اړه خپل نظریات شریک کړل.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ترکمنستان سفیر سره ولېدل

کابل – د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي ادریس زمان په کابل کې د ترکمنستان سفیر ښاغلي اویزوف خواجه سفر ګیډویچ سره ولېدل.

لېدنه د ۲۰۲۰ زیږیزکال په مناسبت د مبارکی د مراتبو په څرګندولو او په روان زیږدیز کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا ډېرو همکاریو د پراخیدو په هیله پیل شوه.

 د ترکمنستان سفیر وویل چې ترکمنستان په ۲۰۲۰ کال کې د خپل بی پرېتوب پنځه ویشتمه کالیزه، د سیمې هېوادونو د جمهورو رئیسانو په حضور کې د ۲۰۲۰ د ډسمبر په ۱۱ تر ۱۲ نېټه د یوه محفل په ترڅ کې نمانځي.

د ترکمنستان لوري پدې تړاو د افغانستان اسلامي جمهوریت جلالتمآب جمهور رئیس په نوم پدې مراسمو کې ګډون لپاره د هغه هېواد د جمهور رئیس بلنلیک ښاغلي ادریس زمان ته وړاندې کړ.

 بهرنیو چارو وزیر دخوشالی اظهارولو په ترڅ کې او د هغه هېواد د بی پرېتوب د ۲۵ کالیزې د نمانځنې په خاطر ترکمنستان دولت ته بریالیتوب د هیلو په څرګندولو سره، د افغانستان په مسئلو کې ېې د ترکمنستان بی پرېتوب وستایه.

بیا وروسته دواړو لورو د ګډو اقتصادي پروژو او د سیمه ییزی نښلېدا په اړه خبرې وکړې او ۲۰۲۰ کال ېې، د ګډو پروژو د عملي کېدو او دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اخیزو اړیکو د لاځواکمنېدا لپاره، ښه او نېکمرغه پېل وباله.

.

Go to top