سه شنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۸، ۱۰:۱۵ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د بریتانیا سفارت له شارزدافېر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه

د بریتانیا سفارت له شارزدافېر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه

کابل – د ا. ا. جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلي ادریس زمان په کابل کې د بریتانیا سفارت شارژدافېېر ښاغلي ګلیس لیفور سره ولېدل.

پدې لېدنه کې دواړو لورو د سولی د مشورتي لوېې جرګې په بریالی توګه دایرولو، د کابل پروسې د دریمی ناستې په پار چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې دایره شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د غځولو، افغانستان ته د میرمن الیس ویلیز د سفر،  د سولې او بین الافغاني خبرو اترو، د هېواد د جمهوري ریاست د راتلونکو ټاکنو، د افغانستان او پاکستان د علماو د ناستې، د افغانستان په سوله کې د اروپايي ټولنی رول او په هېواد، سیمه او نړۍ کې د روانو سیاسي حالاتو په تړاو بحث وکړ او نظریات ېې سره شریک کړل.  

Read 57 times
Go to top