سه شنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۸، ۱۰:۰۷ پس از چاشت به وقت محلی کابل

د تاجیکستان د پارلمان له رئیس سره د بهرنیو چارو وزیر لېدنه

د تاجیکستان د پارلمان له رئیس سره د بهرنیو چارو وزیر لېدنه

دوشنبه – د ا. ا. جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني، د تاجیکستان د پارلمان رئیس ښاغلي شکورجان ظهور اف سره ولېدل.

ښاغلي ظهور اف وویل : مونږ د سیمې هېوادونو په تېره بیا افغانستان اسلامي جمهوریت سره د اړیکو غځولو ته چمتو یو او زیاته ېې کړه د افغانستان امنیت نه یوازی د تاجیکستان پر  امنیت بلکی د ټولې منځنۍ اسیا په هېوادونو باندې اغیز لري  او د سولی او ټیکاو په ټینګولو او ترهګرۍ ، نشه ای توکو قاچاق او تنظیم شویو جنایاتو سره  په مبارزه کې ېې د خپل هېواد له تابیاو څخه یادونه وکړه. ده په تاجیکستان کې سوله او ثبات د سولی شهید شهید استاد برهان الدین رباني او د افغانستان د ملی قهرمان احمد شاه مسعود له  د زیار او زحمتونو پایله وبلله.زیاته ېې کړه چې د تاجیکستان حکومت او ملت د هغوی احسان من دی . همدغه راز ده سیمه ایزی پروژی په  افغانستان کې  پرمختیا او ټيکاو لپاره مهمی وبللې او وېې ویل چې: تاجیکستان چمتو دی چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژي او د برېښنا لېږدونې له لاری دې هېواد سره همکاري وکړي.

د بهرنیوچارو وزیر د پارلمان رئیس له تاوده هرکلي  څخه دمننې او ستاینې په ترڅ کې، تاجیکستان د افغانستان دوست او ورور هېواد وباله او زیاته ېې کړه چې د تاجیکستان حکومت او خلک  په بدو ورځو او شرایطو کې د افغانستان ترڅنګ دی .

دواړو لورو پډې لېدنه کې  د دوه اړخیزو مسئلو، د افغانستان امنیت او پر سیمه د هغه په اغیزو، سولې او بین الافغانی خبرو اترو او د سیمه ایزو همکاریو په تړاو بحث وکړ او خپلې نظریات ېې سره شریک کړل.

Read 55 times
Go to top