سه شنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۸، ۰۹:۵۲ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

ترهګري او نشه ای توکو قاچاق او تنظیم شویو جرایمو له لاری د هغه تمویلولو پر ضد د مبارزی په چارو کې د نړیوالو او سیمه ایزو همکاریو ناسته

ترهګري او نشه ای توکو قاچاق او تنظیم شویو جرایمو له لاری د هغه تمویلولو پر ضد د مبارزی په چارو کې د نړیوالو او سیمه ایزو همکاریو ناسته

دوشنبه - ترهګري او  نشه ای توکو قاچاق او تنظیم شویو جرایمو له لارې د هغه تمویلولو پر ضد د مبارزې په چارو کې د نړیوالو او سیمه ایزو همکاریو ترنامه لاندی د لوړپوړو مقاماتو کنفرانس، د تاجیکستان د جمهور رئیس جلالتمآب امام علی رحمان په پرانیستونکې وینا سره د دوشنبې په ښار کې پېل شو.

پدې ناسته کې ، د ا. ا. ج. د بهنرو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني په خپله وینا کې داسې وویل:

  پدې حساسه موکه کې  د دې کنفرانس دایرول خورا مهم دی او زیاته ېې کړه : د افغانستان خلک له ۴ لسیزو زیاتې مودې په لړ کې، ترهګرۍ په وړاندی د مبارزې په کار کې  ډېره زیاته قرباني ځغملې ده.

ترهګري او تنظیم شوی جرمونه او نشه ای توکي یو بل سره ارګانیکې اړیکې لري. او ترهګریزی شبکې د هېوادونو د ملي امنیت بی ثباته کولو په موخه او هم د تنظیم شویو جرایمو او د نشه یی توکو قاچاقولو له لارې د مالي سرچینو لاس ته راوړلو لپاره ، فعالیت کوي.

 ده همدغه شان زیاته کړه چې د ترهګرۍ تمویلولو سره مقابلی لپاره افغانستان د مالی سرچینو شننی او سپړنې مرکز FinTRACA رامنځ ته کړی او تر دی دمه ېې ترهګرۍ تمویلولو په وړاندی ۱۸ هېوادونو سره  د همکارۍ  او مبارزی د تفاهم یادښتونه لاسلیک کړي دي.

 همدغه راز د بهرنیو چارو وزیر افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د پولو  په تحکیمولو کې د اطلاعاتو تبادله او همکاری او د تجربو یو بل سره شریکول یوه اړتیا وبلله او ترهګرۍ او د جرمونو په وړاندې مبارزی لپاره ېې د سیمی په کچه د همغږه ستراتژۍ تدوینولو پر اړتیا او هم ېې ترهګرۍ په وړاندې مقابلی لپاره د ملګرو ملتونو سازمان  نړیوالې ستراتژۍ په پلی کولو کې په عملي اقداماتو او د اړوندپرېکړه لیکونو په تحقق ، چې په کلکه احساسیږي، تاکید وکړ.

Read 54 times
Go to top