سه شنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۸، ۰۹:۵۲ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د تاجیکستان بهرنیو چارو وزیر سره د بهرنیو چارو وزیر لیدنه

د تاجیکستان  بهرنیو چارو وزیر سره د بهرنیو چارو وزیر لیدنه

دوشنبه – د ا. ا. جمهوریت  بهرنیو چارو وزیر جلالتماب صلاح الدین رباني ، د «ترهګري او نشه ای توکو او تنظیم شویو جرایمو سره د مبارزی  په چارو کې د نړیوالې او سیمه ایزی همکاري» د ناستې او د « د جاپان او مرکزی اسیا ډیالوګ» د بهرنیو چارو وزیرانو اوومی ناستی په څنده کې د تاجیکستان جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین سره ولېدل.

د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر د هېواد د بهرنیو چارو وزیر  له  حضور او ګډون څخه مننه وکړه، هیله ېې څرګنده کړه څو افغانستان د سیکا د سرمشرانو په ناسته کې هم چې د روان کال په جون  میاشت کې په دوشنبه شار کط دایریږي، په لوړه سطحه کې حضور ومومي. ده زیاته کړه چې مونږ افغانستان خلکو ته د نیکمرغۍ غوښتونکي یو. او د هغه هېواد  حالات لکه څنګه چې زمونږ جمهور رئیس ېې یادونه وکړه چې ترهګري ښه او بد نلري؛ درک کوو.  ترهګرۍ په وړاندې  مبارزې لپاره،  د یوی پلان شوې برنامې له مخی مبارزه ترسره شي. او د افغانستان  ثبات د ټولی سیمې په ګټه دی. ښاغلي مهرالدین د افغانستان  او  تاجیکستان د  اقتصادی، سوداګریزو او ټولنیزو او نخنیکی همکاریو بین الحکومتی کمیسیون له اومې ناستې څخه چې په دوشنبه ښار کې به دایره شي یادونه وکړه  او وېې ویل چې ټاکل شوې ده په هغې کې دوه اړخیزې مسئلی وڅېړل شي او همدغه راز راتلونکې کال کې ېې د زدکړی د  پنځوسو بورسونو له زیاتوالي هم خبر ورکړ.

ښاغلي رباني بلنې څخه  مننه وکړه  د دغه شان کنفرانسونو په بریالی توګه دایرولو پخاطر ېې خپل سیال ته مبارکی ورکړه او پدې ناستو کې ېې د افغانستان حضور مهم وباله . هېواد بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه چې د سیکا د سرمشرانو په ناسته کې به د افغانستان دولت لوړ پوړۍ پلاوۍ ګډون وکړي.

ده ترهګرۍ سره تړاو کې د تاجیکستان د جمهور رئیس د ویناو، چې یوه هېواد او یوه ملت پوری تړاو نلری، ښه و بد تروریستان نشه او د ترهګرۍ ستونځه یوازی د افغانستان ستونځه نده ، هرکلی وکړ.

شاغلي رباني تاجیکستان جمهور رئیس سره لېدنې ته اشاره وکړه هغه ېې مثبته لېدنه وبلله او د تاجیکستان له پنځوسو بورسونو اعطا کولو څخه ېې مننه وکړه.

دواړو لورو پدې لېدنه کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې، د راغون برېښنا بند دویم فاز، دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتی او سرحدی همکاریو ، د ۸۰ تنو افغان بندیانو لیږدونی، سولی او د افغانستان جمهوري ریاست ټاکنو باندې بحث او خپلې نظریات سره شریک کړل.

Read 62 times
Go to top