یکشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۸، ۱۱:۳۷ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

په جاپان سربېره سی ۵ ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر ګډون

په جاپان سربېره سی ۵ ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر ګډون
په جاپان سربېره سی ۵ ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر ګډون

دوشنبه – د ا. ا. ج د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني پر جاپان سربېره د سی ۵ په ناسته کې، چې د تاجکستان د جمهوریت په نوښت او پړاویز ریاست  د دې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په سطحه کی د دوشنبه په ښار کې دایره شوې وه، ګډون وکړ.

 پدې ناسته کې، د جاپان په همکارۍ د منځنۍ آسیا او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو ځواکمنولو په تړاو په تفصیل سره بحث وشو او نظریات سره شریک شول. همدغه راز پدې ناسته کې ګډون کوونکو بهرنیو چارو وزیرانو له  ترهګرۍ سره د مبارزی په چارو کې  پر سیمه ایزې همکارۍ  ټینګار وکړ.

د منځنۍ آسیا او د افغانستان بهرنیو چارو وزیرانو،  د جابان رول د دې سیمې په اقتصادی پراختیا او سیمه ایز پیوستون کې له اهمیته ډک وباله. جاپان هم ژمنه وکړه څو پدې برخه کې خپلې همکارۍ لا زیاتې کړي.

تاکل شوې ده د دې ناستې راتلونکۍ پړاو په راتلونکې کال کې په جابان کې د جاپان د بهرنیو چارو وزیر په کوربتوب  دایر شي.

Read 234 times
Go to top