سه شنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۸، ۱۰:۱۶ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د قرغیزستان بهرنیو چارو وزیر سره د بهرنیو چارو وزیر لیدنه

د قرغیزستان بهرنیو چارو وزیر سره د بهرنیو چارو وزیر لیدنه

دوشنبه – د ا. ا. ج. د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني، د قرغزستان بهرنیو چارو وزیر ښاغلي چنګیز آیدربیک اُف سره« ترهګرۍ او نشه ای توکو د قاچاق او تنظیم شویو جرمونو له لارې د هغه تمویلول سره په مبارزه کې نړیوالې او سیمه ایزو همکاریو» او  «د جاپان او منځنۍ اسیا دیالوګ»  د بهرنیو چارو وزیرانو د اوومې ناستې  په څنده کې ولېدل .

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر له بشکیک څخه د ده په وروستۍ لېدنه کې د قرغزستان حکومت له میلمه پالنې څخه  قدردانۍ څرګنده کړه او زیاته ېې کړه: چې د افغانستان دولت ، افغانستان مېشته قرغزیانو سره د  بشردوستانه مرستو هوکړه لیک لاسلیک کولو ته د شانګهای د همکاریو سازمان  د ناستې په چوکات کې ، چې د روان کال په جون میاشت کې دایریږي، چمتو دی.

ښاغلي چنګیر ایدربیک اف وویل چې د قرغزستان حکومت د شانګهای د همکاریو سازمان په ناسته کې د افغانستان اسلامی جمهوریت جمهور رئیس څخه هرکلي ته چمتوالۍ لري  او هم په افغانستان کې مېشت قرغزیانو سره د بشردوستانه مرستو هوکړه لیک لاسلیک کولو ته چمتو دی.

پدې ناسته کې د دوه اړخیزو اړیکو، د سولی خبرو اترو، د کابل د پروسی دریمې ناستې، راتلونکو جمهوري ریاست د ټاکنو، کاسا ۱۰۰۰،  د مالېې وزارت کارمنو( دګمرکاتو برخې) او نورو دولتی ادارو کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو د پروګرامونو دایرولو  او د سیمه ایزو همکاریو په تړاو بحث وکړ او نظریات ېې سره شریک کړل.

Read 118 times
Go to top