یکشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۸، ۱۱:۳۷ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د ملګرو ملتونو پرمختیايي سازمان له نوي استازي سره د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د پېژندګلوۍ لېدنه

د ملګرو ملتونو پرمختیايي سازمان له نوي استازي سره د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د پېژندګلوۍ لېدنه
د ملګرو ملتونو پرمختیايي سازمان له نوي استازي سره د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د پېژندګلوۍ لېدنه

کابل – د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني، د ملګرو ملتونو سازمان پرمختیايي سازمان له نوي استازي ښاغلي  عبدالله الدردری سره، د پېژندګلوۍ لېدنه وکړه .

ښتاغلي الدردری افغانستان سره له خپلو ژمنو یادونه وکړه، او پراختیا لپاره د افغانستان له ملي پروګرامونو سره د ملګرو ملتونو د پرمختیايي سازمان د ټيکاومنو پرمختیايي موخو له سمونتیا څخه ډاډ ورکړ.

بهرنیو چارو وزیر افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پرمختیايي سازمان ټیکاومنو پرمختیايي موخو په غوره بللو سره، وویل«  د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملګرو ملتونو سازمان له ټولو پراختیايي پروګرامونو څخه ملاتړ کوي»

Read 286 times
Go to top