سه شنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۸، ۱۰:۱۰ پس از چاشت به وقت محلی کابل

د چین د خلکو جمهوریت د کمونیست گوند د مرکزي کمېټې د نړیوالې پراختیا برخی له مرستیال سره د بهرنیو چارو وزیر ليدنه

د چین د خلکو جمهوریت د کمونیست گوند د مرکزي کمېټې د نړیوالې پراختیا برخی له مرستیال سره د بهرنیو چارو وزیر ليدنه

کابل – د ا..ا. ج . د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني، د چین د خلکو جمهوریت د کمونیست گوند د مرکزی کمېټې د نړیوالي پراختیا برخی مرستیال ښاغلي وانګ یا جون  سره ولېدل.

ښاغلي وانګ افغانستان او چین ترمنځ اړیکې له اهمیت ډکې وبللې وېې ویل چې هېواد ېې د افغانستان ګټې خپلو ګټو سره برابرې ګڼي اود سوداګرۍ او پانګونې  برخې په ګډون ېې د دواړو هېوادونو ترمنځ  د اړیکو له غځېدو څخه خوښي څرګنده کړه. او همدغه راز د افغانستان په مشرۍ او مالکیت ېې د سولې له پروسې څخه  د چین د دولت ملاتړ پر دوام چې پدې هېواد کې د ټیکاومنې او پراخې سولې لامل وګرځي، ټینګار وکړ.

ښاغلي رباني هم د چین د خلکو جمهوریت افغانستان لپاره یو ډېر پخوانۍ او د باور وړ دوست وباله او افغانستان سره د هغه هېواد له مرستو او پرمختیايي پروژوې څخه چې چین له خوا د هېواد په بیلابیلو برخو کې پلی کیږي قدرداني وکړه.

دواړو لورو سولې په پروسه کې د وروستیو تحولاتو په هکله او د افغانستان د سولې په تړاو د څواړخیزو او سیمه ایزو میکانیزمونو او د جمهوری ریاست د راتلونکو ټاکنو په اړه  بحث او خبرې وکړې. 

Read 112 times
Go to top