سه شنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۸، ۰۹:۰۸ پس از چاشت به وقت محلی کابل

د اقلیم او امنیت په نړیوالی ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین ګډون او وینا

د اقلیم او امنیت په  نړیوالی ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین ګډون او وینا

برلین – د ا. ا. ج. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ادریس زمان د اقلیم او امنیت په  نړیوالی ناسته کې  چې په برلین ښار کې د آلمان فدرال د جمهوري دولت د بهرنیو چارو وزارت په کوربتوب  دایر شو ګډون وکړ او د افغانستان په استازیتوب ېې په خوارځواکه او کمتوانه دولتونو کې د امنیت او اقلیمي اغیزمنتیاو په تړاو خبرې وکړې.

ښاغلي زمان په خپلو خبرو کې د وچکالۍ ، د اقلیمي بدلونونو له مستقیمو اغیزو او  په کمځواکه او پرېوتونکو دولتونو کې د ناامنیو په ډېرولو کې د هغوی له رول څخه یادونه وکړه  او په ملي، سیمه ایزه او نړیوالواله برخو کې ېې  ژوند چاپېریال څخه ساتنی لپاره د افغانستان دولت اقداماتو په تړاو خبری وکړې.  

Read 87 times
Go to top