سه شنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۸، ۰۹:۵۲ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

آسیا او پاسیفیک په چارو کې د بریتانیا دولت وزیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لیدنه

آسیا او پاسیفیک په چارو کې د بریتانیا دولت وزیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لیدنه

برلین - د ا. ا. ج. د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ادریس زمان په برلین کې د اقلیم او امنیت د نړیوالی ناستې په څنډه کې د آسیا او پاسیفیک په چارو کې د بریتانیا دولت وزیر ښا غلي مارک فیلډ سره ولیدل.

دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو، د افغانستان سیاسي او امنیتي حالاتو، د افغانستان د خلکو او دولت په مشرۍ  او مالکیت د سولې د پروسي ، او د کابل پروسی د دریمی ناستې، د جمهوري ریاست د راتلونکو ټاکنو او په نږدی راتلونکې کې بریتانیا ته د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د سفر په تړاو خبرې وکړې او نظرېې ېې سره شریکې کړې ،

Read 25 times
Go to top