شنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۸، ۰۹:۴۶ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د امریکا متحده ایایلاتو سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه

د امریکا متحده ایایلاتو سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه
||| ||| |||

 

کابل – د ا. ا. ج. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلي ادریس زمان په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر ښاغلي جان بس سره ولیدل.

دواړو لورو د جمهوری ریاست د ټاکنو، د جمهور رئیس د وروستیو سفرونو، په قطر کې د امریکا او طالبانو استازو ترمنځ د مذاکرو په اوم پړاو کې د پرمختګونو، بین الافغانی خبرو اترو، او  په هېواد او سیمه کې د روانو سیاسي حالاتو په تړاو بحث وکړ او خپل نظریات ېې سره تبادله کړل.

Read 41 times
Go to top