جمعه ۲۶ میزان ۱۳۹۸، ۰۹:۰۱ پس از چاشت به وقت محلی کابل

د عربي متحده اماراتو سفیر سره د بهرنیو چارو وزیر لېدنه

د عربي متحده اماراتو سفیر سره د بهرنیو چارو وزیر لېدنه د عربي متحده اماراتو سفیر سره د بهرنیو چارو وزیر لېدنه د عربي متحده اماراتو سفیر سره د بهرنیو چارو وزیر لېدنه د عربي متحده اماراتو سفیر سره د بهرنیو چارو وزیر لېدنه
|||||| |||||| ||||||

کابل – د ا. ا. ج. د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني د عربي متحده اماراتو سفیر ښاغلي عیسی سالم محمدالظاهري سره ولېدل.

ښاغلي رباني، عربي متحده امارات د افغانستان ډېر ښه دوست وباله او په افغانستان کې ېې سولې لپاره د دې هېواد له هلو ځلو څخه قدر داني وکړه. بهرنیو چارو وزیر عربي متحده اماراتو ته د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس د وروستي سفرد لاسته راوړنو په یادولو سره، د دوو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د ګډې همکارۍ دویمې ناستې  په تړاو چې ټاکل شوې وه د تېر کال په اکتوبر کې ترسره شي وویل، او هيله ېې څرګنده کړه  چې دا ناسته دې په نږدې راتلونکې کې دایره شي.

ښاغلي الظاهری هم افغانستان سره د خپل هېواد  پر همیشنیو همکاریو تاکید وکړ، ېې کابل کې وروستي برید له امله زمونږ د یو شمیر هېوادوالو د شهادت په خاطر ېې خپله همدردي څرګنده کړه.

همدغه راز د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د هغه هېواد دولت ته د شارجې ولیعهد شیخ خالد بن سلطان بن محمدالقاسمي د مړینې له امله تسلیت  ووایه.  

Read 190 times
Go to top