شنبه ۱۰ حوت ۱۳۹۸، ۰۶:۱۵ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د قرغیزستان له نوې سفیر سره د بهرنیو چارو وزیر د پېژندګلوئ لیدنه

|||||| |||||| ||||||

کابل – د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني په کابل کې د قرغیزستان جمهوریت له نوې سفیر ښاغلي نیازاوف میراسلاو سره وکتل.

ښاغلي رباني د قرغیزستان جمهوریت د جمهور رئیس او د بهرنیو چارو وزیر څخه د دوی د ژمنو پلې کولو او د سفارت په کچه د ډيپلوماتیکو اړیکو د لوړولو له امله مننه وکړه.

د قرغیزستان نوي سفیر د بهرنیو چارو وزیر ته د خپل باور لیک کاپي وړاندې کړه او په افغانستان کې يې د تلپاتې سولې هېله څرګنده کړه.

Read 251 times
Go to top