یکشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۸، ۱۰:۳۸ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

په بهرنیو چارو وزارت کې د ټاکنو ورځې امنیتي ناسته دایره شوه

په بهرنیو چارو وزارت کې د ټاکنو ورځې امنیتي ناسته دایره شوه په بهرنیو چارو وزارت کې د ټاکنو ورځې امنیتي ناسته دایره شوه
|||| |||| ||||

کابل -– د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت، سفارتخونو او نړیوالو سازمانونو لپاره د ټاکنو د امنیتي تدبیرونو د توضیحاتو په اړه ناسته ونېوله.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او سرپرست ادریس زمان د افغانستان امنیتي لوړپوړو امنیتي چارواکو په حضور او په کابل کې استوګن د بهرنیو سفیرانو او د ناتو، اسلامي همکاریو سازمان او د آغاخان د پرمختیايي شبکې د نړیوالو سازمانونو د  استازو په ګډون د دې ناستې مشري وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، د خپلو پېلیزو خبرو په وړاندې کولو سره د امنیتي تدبیرونو نېول د ټاکنو د تابیاو او چمتوالي مهمه برخه وبلله.

د  کورنیو چارو وزیرخپلو خبرو په ترڅ د ناستې ګډونوالو ته، د ټاکنو امنیت په تامینولو کې د پولیسو له هراړخیزو هڅو ډاډ ورکړ.

نورو ویناوالو هم د اړوند موضوعاتو په تړاو لکه په لرې پرتو سیمو کې د ټاکنو عملي کول، احتمالي ګواښونو او همدغه راز ټاکنو لپاره د چمتوالي او پروګرامونو په تړاو خبرې وکړې.

له تخصصي خبرو اترو وروسته، ګډونوالو خپلې کتنې او ملاحظات او پوښتنې هم مطرح کړې. 

Read 122 times
Go to top