جمعه ۴ میزان ۱۳۹۹، ۰۷:۱۸ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېسارۍدفتر د مخکيني مشرې د مړيني په اړه مطبوعاتي اعلامیه

||| ||| |||

 

کابل – د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ د بشرپالونکي انسان او دمخکيني رئیسي میرمن سداکو اوګاتا د مړینې په مناسبت خپل د خواخوږۍ او تسلیت ژور مراتب څرګندوي.

آغلې اوګاتا یوه الهام بښونکي مشره وه چې د UNHCRاداره ېې په خپل یوه ډېر مهم پړاو کې کابو د یوې لسیزي لپاره په خورا تدبیر سره رهبري کړه. د دې هڅې په افغانستان کې، په بیلابیلو برخو کې تلپاتې دي. دا نه یوازې د بشري حقونو یوه هڅانه او فعاله وه، دغه راز نړیوالو لپاره یوه غوره الګو هم بلل کېده.

د افغانستان اسلامي جمهوریت بهرنیو چارو وزارت به، افغانستان خلکو سره د دې بی شمیره مرستې هېرې نکړي.

Read 326 times
Go to top