کابل ـ د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو معین میرویس ناب، په کابل کې د هالند شاهي هېواد سفیر ښاغلي ایرنیست نورمان سره ولېدل.
ښاغلي ناب افغانستان اسلامي جمهوریت سره د هالند د شاهي هېواد د مرستو قدردانی وکړه، د اقتصادي پروژو، د سیمه ایزو همکاریو، د زدکړو بنسټونو او امنیتي ځواکونو څخه په ملاتړ کې ېې د هالند د رول په اړه په تفصیل مالومات وړاندې کړل او د لاسبریاو پر ساتنه ېې تاکید وکړ.
دواړو لورو، په بحث وړ برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د غځولو په اړه هر اړخیز ې خبرې وکړې.