جمعه ۲۲ قوس ۱۳۹۸، ۰۴:۱۱ پس از چاشت به وقت محلی کابل

د آغاخان پراختیایي شبکې له نوي ګومارل شوي ډېپلماتیک استازي سره د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د پېژندګلوۍ لېدنه

|||||| |||||| ||||||

کابل – د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ښاغلي ادریس زمان، په کابل کې د آغاخان د پراختیایي شبکې نوې ګومارل شوې ډېپلماتیکې استازې اغلې شهرزاد هجری سره د پېژندګلوی لېدنه وکړه .

آغلې هجري خپل باورلیک بهرنیو چارو وزارت سرپرسته ته وړاندې کړ او څرګنده ېې کړه: لدې چې په افغانستان کې به د دې بنسټ د استازې په توګه فعالیت وکړم، خوشاله یم. هغې ښاغلي زمان ته افغانستان لپاره د آغاخان د پراختیايي شبکې  د راتلونکو پروګرامونو په تړاو مالومات وړاندې کړل.

ښاغلي زمان هم په افغانستان کې د دې بنسټ له هلو ځلو او همکاریو څخه مننه څرګنده کړه.

Read 132 times

Last modified on پنجشنبه, 09/08/1398

Go to top