جمعه ۲۲ قوس ۱۳۹۸، ۰۳:۱۹ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

آلماني پلاوي سره د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست لېدنه

||||| ||||| |||||

کابل – د افغانستان اسلامي جموریت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادریس زمان، د آلمان فدرال دولت د همکارۍ او اقتصادي پراختیا وزارت معین ښاغلي مارتین ییګر تر مشرۍ لاندې آلماني پلاوي او د هغه له ملګري پلاوي سره ولېدل.

ښاغلي زمان د سولې پروسې او د افغانستان په مشرۍ او مالکیت سولې لپاره د افغانستان دولت د اوه ماده ای طرحې په اړه مالومات ورکړل او د آلمان دولت له مرستو څخه ېې قدرداني وکړه.

ښاغلي ییګر افغانستان ته د خپل سفر په اړه د مالومات وړاندی کولو تر څنګ، زیاته کړه چې د آلمان دولت دې ته ژمن دی څو افغاني لوري سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. نوموړی په روان کال کې د هغه هېواد ۷۲ ملیون یورو له مرستې او دغه راز د۴۲۰ ملیون یورو له مرستې څخه چې د تېرو کلونو په لړ کې ېې کرې وې هم یادونه وکړه او زیاته ېې کړه چې افغانستان   په څو وروستیو کلونو کې د آلمان دولت ډېرې زیاتې مرستې ترلاسه کړي دي.

لورو د دوه اړخیزو اړیکود  پراختیا، د سولې خبرو اترو په پروسه کې د آلمان په همکاریو، د تماس نړېوالې ډلې د راتلونکې ناستې او د هېواد د روانو حالاتو په تړاو بحث وکړ.

پدې لېدنه کې افغانستان لپاره د آلمان دولت ځانګړی استازي ښاغلي مارکوز پوتزل او په کابل کې د هغه هېواد سفیر هم حضور درلود.

Read 104 times

Last modified on دوشنبه, 13/08/1398

Go to top