چهارشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۸، ۰۴:۰۸ پس از چاشت به وقت محلی کابل

د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې د آسیا - اُقیانوسېې له سیمه اېز مسئول سره د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست لېدنه

||| ||| |||

 

کابل – د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادریس زمان د ملګرو ملتونو د ښځو برخې د آسیا -  اُقیانوسېې له سیمه اېز مسئول ښاغلي محمد نصیري سره ولېدل.

پدې لېدنه کې دواړو لورو د سولې په پروسه کې د ښځو د رول په تړاو، په تېرو دوو لسیزو کې د هغوی له حقونو او لاسته راوړنو د ساتنې، او د سولې خبرو اترو په پروسه کې د ملګرو ملتونو د رول په اړه خپل نظریات سره تبادله کړل.

Read 77 times
Go to top