جمعه ۲۲ قوس ۱۳۹۸، ۰۲:۴۱ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د چین سفیر سره د بهرنیو چارو سرپرست وزیر لیدنه

||||| ||||| |||||

کابل – د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلالتمآب ادریس زمان نن له غرمې مخکې د چین ولسي جمهوریت سفیر ښاغلي وانګ یو سره وکتل.

په دغه ناسته کې د سولې هلو ځلو په ګډون د دوه اړخیزو ګټو پر مسایلو تمرکز شوی و.

دواړو خواوو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د اصلاحاتو په هکله خپل نظریات شریک کړل او د بین الافغاني ډیالوګ په جزئیاتو، چې ټاکل شوې ده د چین په پلازمېنه بیجینګ کې ترسره شي، خبرې وکړې.

سرپرست وزیر په افغانستان کې د سولې بهیر څخه د چین حکومت د دوامداره ملاتړ څخه مننه وکړه.

Read 88 times
Go to top