جمعه ۲۲ قوس ۱۳۹۸، ۰۲:۴۱ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د افغانستان او هند ترمنځ د استرداد هوکړه ليک د تصویب اسنادو تبادله

|||| |||| ||||

کابل - د افغانستان اسلامي جمهوريت او هند جمهوريت ترمنځ د استرداد په برخه کې د همکارۍ هوکړه ليک د دواړو هېوادونو د ذیصلاح چارواکو تر تصویب او منلو وروسته د بهرنیو چارو سرپرست وزير جلالتمآب ادریس زمان او کابل کې د هند سفير ښاغلي وینی کمار ترمنځ تبادله شو.

د یادونې وړ ده چې ياد هوکړه ليک د ١٣٩۶ لمریز کال د وږې په ٢٤مه نېټه چې د ٢٠١۶ز کال د سپتمبر ١٤مې نېټې سره برابره ده, تر تصويب وروسته د دواړو هېوادونو استازو لخوا په نوي ډيلي کې لاسلېک شوې و.

Read 81 times

Last modified on یکشنبه, 03/09/1398

Go to top