جمعه ۲۲ قوس ۱۳۹۸، ۰۳:۱۹ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

کابل کې د سریلانکا سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د مخه ښې لېدنه

||||| ||||| |||||

کابل – د بهرنیو چارو وزارت سرپرست جلالتمآب ادریس زمان نن له غرمې مخکې په کابل کې د سریلانکا د سوسیالیستي دموکراتیک جمهوریت سفیر ښاغلي ګګان پولاشتي بولات سنګالا سره مخه ښې لیدنه وکړه.

ښاغلي ګګان پولاشتي بولات سنګالا چې په کابل کې ېې د سري لانکا د سفیر په توګه خپل کاري دوره پای ته رسولې ده د بهرنیو چارو وزارت سرپرست سره ولېدل څو په کابل د خپلې دندې له پای ته رسېدو مخکې  له هغه سره د خدای په امانی ترڅنګ د لورو د علاقې وړ مسئلو په تړاو خبرې وکړي.

په پېل کې، ښاغلي زمان په افغانستان کې د ښاغلي بولات سنګالا  له خدماتو څخه په افغانستان کې قدرداني وکړه او هغه ته ېې په راتلونکو ماموریتونو کې د بري هیله وکړه. بهرنیو چارو وزارت سرپرست ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې به د سري لانکا له راتلونکي سفیر سره نږدې همکاري ولري. همدغه راز، ده د سریلانکا خلکو او دولت ته د نوي جمهور رئیس د ټاکل کېدو په خاطر مبارکي وویله.

د سري لانکا سفیر د افغانستان د سولې پروسې په لاره کې د همکارۍ په تړاو د خپل هېواد پر ژمنی تاکید وکړ.او د خپل ماموریت په بهیر کې ېې د بهرنیو چارو وزارت له همکارۍ څخه مننه وکړه.

Read 97 times
Go to top