جمعه ۲۲ قوس ۱۳۹۸، ۰۳:۵۶ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست کابل ته راغلي اسټرلیايي پلاوي سره ولېدل

|||| |||| ||||

کابل – د بهرنیو چارو وزارت سرپرست جلالتمآب ادریس زمان، نن آسټرلیايي پلاوي سره چې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سهیل او لویدیزې اسیا برخې مرستیال ښاغلي ایین بیګز ېې مشري کوي، ولېدل.
د دې لېدنې په پیل کې، ښاغلي بیګز د طالبانو له قیده د آسټرلیايي استاذ ښاغلي تیموتي ویکس د خوشې کولو د تسهیل په خاطر له افغان دولت څخه مننه وکړه. او هیله ېې څرګنده چې دا کار د افغانستان حکومت او د طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو د اسانېدو لامل شي.
دواړو لورو، د افغانستان د سولې پروسې په ګډون د علاقې وړ مسئلو په تړاو خبرې وکړې. ښاغلي ادریس زمان د دې ناستې په بهیر کې، د افغانستان حکومتد د سولې ۷ فقره ایز پلان او همدغه شان د استانبول – اسیا زړه پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستی په اړه چې تاکل شوې ده په راتلونکې میاشت کې دایره شي آسټرلیايي لوري ته مالومات وړاندې کړل.
ښاغلي بیګز په افغانستان کې د سولې د هڅو او هلوځلو په لاره کې د خپل هېواد له ژمنې او ملاتړڅخه ډاډ ورکړ.

Read 70 times
Go to top