جمعه ۲۲ قوس ۱۳۹۸، ۰۲:۲۳ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د اسلامي همکاریو سازمان سفیر سره ولېدل

|||| |||| ||||

کابل – جلالتمآب ادریس زمان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر نن له غرمې مخکې د اسلامي همکاریو سازمان سفیر ښاغلي حسین اوني بوتسالي سره ولېدل.

 پدې ناسته کې د افغانستان د سولې په اړه او  له سولې څخه وروسته پړاو کې د اسلامي همکاریو سازمان د ونډې په تړاو بحث وشو.

ښاغلي بوتسالی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته د سولې پروسې سره د اسلامي همکاریو سازمان د سکرتر جنرال د ملاتړ  ډاډ ورکړ.

 همدغه راز دواړو لورو په ننګرهار ولایت کې د پوهنتون جوړول په اړه چې  اسلامي همکاریو سازمان له خوا ېې وړاندیز شوی ؤ خپل نظریات یو بل سره شریک کړل.

Read 77 times
Go to top