جمعه ۲۲ قوس ۱۳۹۸، ۰۳:۰۱ پس از چاشت به وقت محلی کابل

د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي معین په کابل کې د چین سفیر سره ولېدل

||| ||| |||

کابل – ښاغلي میرویس ناب د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي معین، نن له غرمې مخکې، په کابل  کې د چین سفیر ښاغلي وانګ یو سره ولېدل.

پدې لېدنه کې، لورو د استانبول - اسیا زړه پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو د اتم کنفرانس دایرولو لپاره د تیاریو نېولو، د دې کنفرانس د ګډې اعلامېې، د دوه اړخیزو اړیکو په تېره بیا د اقتصادي همکاریو اړه،  د افغانستان دولت په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر او د سولې په بهیر کې د چین رول او د جاري تحولاتو په تړاو بحث وکړ او نظریات ېې سره شریک کړل.

د استانبول - اسیا زړه  پروسی د بهرنیو چارو وزیرانو اتم کنفرانس، د لېندۍ په ۱۸ ڼېټه د دسمبر ۹ می سره برابر، په استانبول کې دایريږي.

Read 56 times

Last modified on یکشنبه, 10/09/1398

Go to top