چهارشنبه ۱۶ سرطان ۱۴۰۰، ۰۹:۵۰ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د ادارې او سرچینو معین د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت معین سره ولېدل

||| ||| |||

تاشکند – د ا. ا. ج. د بهرنیو چارو وزارت اداری او سرچینو معینی آغلې ناهید ایثار، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت معین ښاغلي حاجی اُف  سره د منځنۍ آسیا د هیوادونو او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارتونو د معینانو د سیاسي سلا مشورو ناستې نهم پړاو په څنډه کې، ولېدل.

دواړو لورو دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي سوداګریزې همکاری او د انرژۍ د برخې او د فرهنګي همکاریو ځواکمنولو په تړاو بحث وکړ او نظریات ېې سره شریک کړل. همدغه راز د تاپی او کاسا ۱۰۰۰ پروژو د وروستیو پر مختګونو په اړه او د  دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو عالي کمیسیون د وروستۍ ناستې په تړاو،  چې ټاکل شوې د سږ کال په وروستیو یا د راتلونکي میلادي کال په لومړیو کې په کابل کې جوړه شي خبرې وکړې. خبرو په پای کې ښاغلي حاجي اف؛ د ادارې او سرچینو معینی ته بلنه ورکړه څو د رسمي سفر په ترڅ کې ترکمنستان څخه لېدنه وکړي چې اغلې ایثار له خوا دغه بلنه ومنل شوه.

Read 333 times
Go to top