په افغانستان کې د منځنې آسیا هیوادونو سفیرانو سره دبهرنېو چارو وزارت د سیاسي معین او سرپرست ویدیو کنفرانس: د کالیو ترانزیت بهیر لپاره د منځنې آسیا هیوادونو پولې پرانیستې دي
||||||
||||||
کابل - محمدهارون چخانسوري د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او سرپرست نن له غرمې وروسته د هغه ویدیو کنفرانس په ترڅ کې چې په دې وزارت کې جوړ شوی وو د اوزبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغیزستان سفیرانو سره خبرې وکړې.
په سر کې د بهرنیو چارو وزار سرپرست د یادو هیوادنو سفیرانو ته د نوي کال د مبارکۍ ویلو سره د دې ویدیوکنفرانس موخه، د کرونا وایرس سره د مبارزې لپاره د ګدو روغتیايي همکاریو پر میکانیزم د طرحې مسودې باندې بحث او دافغانستان له لارې شویلي آسیا سیمی ته د منځنې آسیا توکو د لیږد بهیر باندې بحث وبلله.
یاده طرحه تیره اوونې د افغانستان په ابتکار له مرکزي آسیا هیوادونو سره شریکه شوې وه او ددغې طرحې اصلي موخه د کرونا وایرس له کبله په سوداګرۍ او ترانزیت بهیر کې د رامنځته شويو ننګونو له منځه وړلو لپاره د ګډو همکاریو لپاره د یو میکانیزم رامنځته کول دي. همدارنګه ښاغلي چخانسوري وویل چې د مرکزي آسیا هیوادونه د اړین خوړو او طبي توکو تولید په برخه کې د ښو وړتیاوو څخه برخمن دي چې کولای شي یاد توکي د افغانستان له لارې ایران او سویلې آسیا ته یې ولیږدوي. همدا شان د دغه وایرس سره موثرې مقابلې لپاره د همکاریو او همغږۍ د عرصو پیژندنه اړینه ده او کولای شي په ورته وخت دا ګواښونه کم کړي او هم د مرکزي آسیا توکي او د خوړو توکو لیږد نورو هیوادو ته د افغانستان له لارې تامین کړي. همدارنګه، د دغه همغږې او همکارۍ میکانیزم څخه په ګټه اخیستلو سره د کرونا وایرس د شیوع د مخنیوي په برخه کې د تجاربو د بدلولو زمینه رامنځته کیږي.
وروسته، یادو سفیرانو د دغې طرحې په اړوند خبرې وکړې او دا طرحه یې په پرنسیب کې تایید او زیاته یې کړه چې دا طرحه د دوی په هیوادونو کې د ارزونې په حال کې ده او په راتلونکو ورځو کې به د دې طرحې د پلي کولو لپاره خپل وړاندېزونه افغانستان سره شریک کړي.
د کنفرانس په ترڅ کې، د اوزبیکستان، ترکمنستان او قزاقستان سفیرانو وویل چې ترانزیتي لاره د سوداګريزو توکو لیږد لپاره د ېادو هېوادو ترمنځ په عدي ډول پرانیستې ده. همدارنګه د اوزبیکستان سفیر افغانستان ته د خوراکي توکو د لسو لاریو د مرستې خبر هم ورکړ.
په پاې کې، دبهرنیو چارو وزارت سرپرست د یادو هیوادونو د فعال ګډون او د اوزبیکستان هېواد د مرستو څخه مننه وکړه او وویل چې دکرونا نړیوال وایرس او د دې څخه رامنځته شویو ننګونو سره مبارزه د نړۍ هېوادونو همکارۍ او همغږې ته اړتیا لري.












