یکشنبه ۱۳ سرطان ۱۴۰۰، ۱۲:۴۸ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د دوبۍ له هوایی ډګر او نوي ډهلي ښار څخه د هغو افغان وګړو انتقال چې د پروازونو د لغو کیدلو له کبله زنډیدلي وو

||||| ||||| |||||

کابل – د بهرنیو چارو وزارت د عامې روغتیا او ملکي هوایي چلند ادارې سره په همغږۍ کې او د کرونا ویروس د پراختیا د مخنیوي د اضطراري کمیټې د فیصلې پر بنسټ د هغو افغانانو د انتقال زمینه د داخلي هوايي شرکتونو د خاصو پروازونو په مټ برابره کړه چې د دوبۍ په هوايي ډګر او نوي دهلي ښار کې د پروازونو د لغوه کیدلو له کبله زنډیدلي وو.

هغه ۶۳ تنه افغانان چې د دوبۍ په هوايي ډګر کې زنډیدلي وو هیواد ته راستانه شول. یو ډیر شمیر افغان وګړي چې په نوي دهلي کې زنډیدلي، نن او راتلونکو ورزو کې د بیلابیلو پروازونو په ترڅ کې هیواد ته راستانه شي.

Read 464 times
Go to top