یکشنبه ۱۳ سرطان ۱۴۰۰، ۱۲:۴۸ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د بهرنیو چارو وزارت نوماند او سرپرست وزیر په توګه د محمد حنیف اتمر پیژندنه

|||||| |||||| ||||||

کابل – نن له غرمې وروسته د یوې داسې غونډې په ترڅ کې چې د ملي شورا غړي، د دولت لوړ پوړې چارواکې او د بهرنیو چارو وزارت رییسانو پکې ګډون درلود، ښاغلی محمد حنیف اتمر د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د نوماند او سرپرست وزیر په توګه وپیژندل شو او خپله دنده یې پیل کړه.

غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتو  په تلاوت سره پیل شوه او وروسته محمد هارون چخانسوري د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین د یوې لنډې وینا په ترڅ کې  بهرنیو چارو وزیر ته د نوې دندې مبارکي ورکړه او په چارو کې یې د بریالیتوب هیله ورته وکړه.

وروسته، ښاغلي اتمر د بهرنیو چارو وزارت کې په خپل کاري لومړیتوبونه، معاصر دیپلماتیک اصولو سره سم د بهرنیو چارو وزارت د کارکونکو د ظرفیت لوړوالي، سولې ته د لاسرسي، د جمهوریت د ټیکاو په موخه نړۍ او سیمې هیوادونه سره د افغانستان د اړیکو پیاوړتیا او د هیواد د بهرني سیاست په اساسي کرښو باندې بیا کتنه، موضوعاتو باندې خبرې وکړې.

همدارنګه،  د بهرنیو چارو وزارت نوماند او سرپرست وزیر د دې وزارت د پخواني رهبرۍ پلاوي  او کارکونکو له خدماتو او لاس ته راوړنو څخه مننه وکړه او وویل چې د بهرنیو چارو وزارت به پورته ذکرشویو مواردو ته د رسیدو لپاره او دا چې وروسته له سولې څخه افغانستان به بیا ننګونې او نا منۍ سره مخ نه‌شي، د هیڅ زیار څخه به ډډه ونکړي.

غونډه په هیواد کې د سولې او ټیکاو او د کرونا نړیوال وایرس څخه د افغانستان د خلکو د خوندیتوب په دعا سره پای ته ورسیده.

Read 702 times
Go to top