د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر په افغانستان کې د ایران سفیر سره وکتل
||||
||||
کابل – محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو سرپرست وزیر نن له غرمې وروسته په افغانستان کې د ایران سفیر ښاغلی بهادر امینیان سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې سید حسین عالمی بلخي د کډوالو او راستنیدونکي وزیر هم حضور درلود، ښاغلي اتمر د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غنی او د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د تليفوني خبرو په هکله چې نن سهار ترسره شوې وې، خبرې وکړې.
وروسته، ښاغلي امینیان د بهرنیو چارو وزیر ته د نوې دندې مبارکي ورکړه او په چارو کې یې د بریالیتوب هیله وکړه.
د غونډې په درل کې، د کډوالو چارو وزیر د ایران له دولت څخه مننه وکړه چې په ایران کې میشت په کرونا وایرس اخته افغان کډوالو په وړیا توګه درملنه کوي.
همدارنګه، دواړو خواو په ایران کې میشتو افغان کډوالو وطن ته د بیرته راستنیدو په هکله خبرې وکړې، ښاغلي اتمر د ایران سفیر ته وویل چې دغه پلان باندې پرون د کابینې په مجلس کې بحث شوی او ایران لورئ ته یې وړاندیز وکړ ترڅو د پلان په اړه غور وکړي. د ایران سفیر په ځواب کې وویل چې دغه طرحه به تهران ته واستوي او له نتیجې څخه به کابل سره به معلومات شریک کړي.












