یکشنبه ۱۳ سرطان ۱۴۰۰، ۱۲:۴۸ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر افغان سفیرانو سره په بهر کې د ویدیو کنفرانس له لارې په بهر کې میشت افغانانو پر ستونزو خبرې وکړې

|||||||| |||||||| ||||||||

کابل –  دا ناستې چې د ښاغلي محمد حنیف اتمر په حضور کې جوړې شوې، د بهرنیو چارو وزارت مربوطه سیاسي شعباتو د رئیسانو او په حضوري توګه د ویدیو کنفرانس له لارې افغان سفیرانو په ایران، پاکستان، ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان، چین او شارژدافیرانو په هندوستان او عربي متحده اماراتو کې ګ‌‌‌‌‌‌ډون درلود. 

په دې ناستو کې چې په جلا جلا توګه تر سره شوې په نوموړو هیوادونو د افغان وګړو پر ستونزو، تجارت او ترانزیت پر پراختیا او نوموړو هیوادنو کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په رڼا کې د افغانانو پر ستونزو مفصلې خبرې وشوې.

د کرونا د ناروین له امله په ایران، پاکستان، هندوستان او چین کې میشتو افغانانو او سوداګرو ته د ورپیښو ستونزو او حل لارو په اړه ځانګړې پریکړې وشوې. ښاغلي اتمر له اړوندو افغان سفیرانو څخه وغوښتل چې د ستونزو څرنګوالی او حل لارې په دقت سره وڅیړي او ژر تر ژره حل لارو په اړه یې د بهرنیو چارو وزارت اړوندو څانګو سره خپل مالومات او وړاندیزونه  شریک کړي. 

د سوداګرۍ، ترانسپورټ او ترانزیټ پر مواردو د اساسي بحث ترڅنګ له هندوستان څخه د ایران له لارې د ۷۵ زره ټڼه مرسته شویو غنمو د انتقال په اړه په ایران او هندوستان کې سفیر او شارژدافیر ته ځانګړې لارښونې وشوې. په ایران کې د افغان زندانیانو او د هغو افغان ماشومانو د برخلیک په اړه هم تصامیم و نیول شول چې د ایران د حکومت لخوا د سړک له غاړو له راټول شوي دي. په هند کې د افغان محصلینو د ستونزو د حل او په ایران او متحده عرب اماراتو کې د افغان کارګرانو د ستونزو د حل د پیدا کولو په هکله مفصل بحث وشو او لازم هدایات صادر شول. د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې د افغان سوداګرو پر ستونزو او د لومړنیو خوراکي توګو پر پیرلو او هېواد ته د هغوی پر رالیږدولو بحث وشو په دې برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه له اړوندو بنسټونه سره د بیړنیو همغږیو لارښوونه وشو.

په دې ویدیو کنفرانسونو کې له کرونا سره د مبارزې پر اساسي لارو چارو او د بهرنیو هېوادونو په ځانګړي توګه د چین له تجربو څخه پر ګټه اخیستو خبرې وشوې. په چین او هندوستان کې سفیر او شارژدافیر ته سپارښتنه وشوه چې له افغان وګړو سره د دومداره اړیکو د ساتلو میکانیزم ایجاد کړي. همدارنګه په چین کې د طبی او حفاظتي لوازمو څرنګوالی تشخیص او د افغانستان د روغتیا وزارت او کرونا سره د مبارزې کمیټې له لارې د اړوندو توګو د خریدارۍ او انتقال زمېنه برابره کړي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي محمد حنیف اتمر له سفارتونو سره په خبرو کې د خپل منځي همغږیو پر پیاوړتیا او د د اړتیا له مخې د مهمو مواردو د لا څیړنې لارښوونه وکړه.

ښاغلي اتمر د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو له معین څخه وغوښتل چې د پریکړو له تطبیق څخه څارنه او له مربوطه دولتي نهادونو سره همغږي وکړي.

Read 668 times
Go to top