جمعه ۱۳ سرطان ۱۳۹۹، ۰۱:۱۸ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

په کابل کې د اروپایي اتحادیې د استازولۍ له رییس او سفیرانو سره د بهرنیو چارو وزارت سرپرست لیدنه

||||| ||||| |||||

کابل – د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر په کابل کې استوګن د اروپایې اتحادیې مشر ښاغلی پيير مایودون او د دې اتحاديې له استازو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې، ښاغلی اتمر د افغانستان د سولې بهیر، د ژنیف د وزیرانو کنفرانس په اړه چې ټاکل سوې سږ کال د نومبر په میاست کې له افغانستان سره د مالي مرستو په اړه جوړ سي او د روان سیاسي حالاتو په هکله خبرې وکړې. ښاغلي اتمر د اروپایې اتحادیې د شورا د وروستۍ ډیرې مهمې اعلامیې څخه چې د افغان سولې، امنیت، ټيکاو دموکراسۍ ته رسیدلو په لاره کې د افغانستان خلکو څخه د دې اتحادې ټینګ ملاتړ شوی وه، په درنښت یادونه وکړه او د یادې اتحادیې له غړو هیوادونو څخه یې د زړه له کومې مننه وکړه. ښاعلی اتمر یادې اعلامېې ته په اشارې سره وویل چې د بین الافغاني مذاکراتو پيل او د افغانستان اسلامي جمهوریت څخه ملاتړ، سولې ته د رسیدو لپاره اصلي عناصر دي.

سفیر مایودون له افغانستان څخه د اروپایې اتحادیې پر ملاتړ د ټینګار ترڅنګ وویل چې اروپایي اتحادیه د افغانستان له خلکو سره په ټینګه ولاړه ده او د یوه پرمختللي، څوکاله ا‌‌‌و صحتمنده افغانستان څخه ملاتړ کوي.

همداشان، ښاغلی اتمر په بیلابیلو برخو کې په تیره بیا د کرونا ویروس سره د مبارزې په سختو شرایطو کې افغانستان سره د اروپایي اتحادېې د غړو هیوادونو د همکاریو څخه مننه وکړه.

Read 213 times
Go to top