پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹، ۰۱:۲۰ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني اړیکه

||| ||| |||

کابل – ښاغلي محمد حنیف اتمر، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رشید مرادوف سره ټیلیفوني اړیکې له لارې خبرې وکړې.

په پېل کې، ښاغلي اتمر د کرونا ویروس ناروغۍ د خپریدو په دوران کې د افغانستان له خلکو او دولت سره د ترکمنستان دوست او ګاونډي هېواد بشردوستانه مرستو کولو له امله د زړه له کومې مننه وکړه.

وروسته، دواړو لوریو د افغانستان، آذربایجان او ترکمنستان د ولسمشرانو نننۍ درې اړخیزې ویډیویي غونډې په اړه د خپلو یادښتونه د تبادلې تر څنګ، د دریواړو هېوادونو د ولسمشرانو په وسیله د مطرح شویو وړاندیزونو او د هغو د تطبیقولو په تړاو مفصلې خبرې وکړې.

د خبرو په ادامه کې، دواړو اړخونو د سیاسي او اقتصادي دوه اړخیزو اړیکو د لا ډیرې پیاوړتیا او پراختیا، د سولې او بین الافغاني خبرو پیل، د افغانستان د سولې پروسې په هکله د ګاونډیو هېوادونو او د سیمه ییزې اجماع پر ون‌‌‌‌‌‌ډه او همدارنګه د ټاپي پروژې د پلي کیدو په اړه د غونډو د جوړیدو په اړه خبرې وکړې.

Read 254 times
Go to top