پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹، ۱۱:۵۴ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او په افغانستان کې د بریتانیا د سفیرې تر منځ ټیلیفوني اړیکه

||| ||| |||

کابل – د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي محمد حنیف اتمر په افغانستان کې د بریتانیا له سفیرې اغلې الیسون بلیک سره د ټیلیفوني اړیکې په ترڅ کې خبرې وکړې.

په پیل کې، دواړو لوریو د کویید ۱۹ ناروغۍ نړیوالې تجربې په اړه خپل نظریات شریک کړل او په افغانستان او انګلستان هېوادونو یې د دې ناروغۍ د ناوړه اغیزو په هکله خبرې وکړې. 

د بحث اصلي موضوع د افغانستان د سولې بهیر وه. دواړو لوریو د سولې په بهیر کې وروستي بدلونونو او پرمختګونو په هکله په خاصه توګه د تاوتریخوالي د کچې د زیاتوالي په اړه اندیښنې، د تاوتریخوالي پر کمولو د څارنې لپاره اړین میکانیزمونه، د افغان دولت او طالبانو لخوا د بندیانو خوشې کولو او د بین الافغاني خبرو د پیل پر اهمیت او ارزښت د نظرونو تبادله وکړه.

ښاغلي اتمر او سفیرې اغلې بلیک همدارنګه د سیمه ییزې او نړیوالې ټولنې ګ‌‌‌‌‌‌ډو هڅو پر اهمیت او د افغانستان د سولې په بهیر کې د اجماع پر راوستلو باندې هم خبرې وکړې.

په پای کې، د بریتانیا سفیرې یو ځل بیا د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې بهیر لپاره د بریتانیا د دولت پر ملاتړ ټینګار وکړ.

Read 180 times
Go to top