پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹، ۱۱:۵۴ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د افغانستان د سولې لپاره د اجماع پیاوړتیا سیمه ییز کنفرانس جوړیدل

|||||| |||||| ||||||

کابل – د افغانستان "د سولې لپاره د اجماع پیاوړتیا" تر نامه لاندې سیمه ییز کنفرانس د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په نوښت او د ګاونډیو هیوادونو او سیمې د استازو په ګډون د ویډیویي اړیکې په بڼه، په کابل کې جوړ شو.

جلالتمآب محمد اشرف غني، د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د کنفرانس د پرانیستې ویناوال و او ښاغلی محمد حنیف اتمر د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر د کنفرانس مشري او مدیریت وکړه. د کنفرانس د پای وینا د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي پخلاینې عالي شورا رئیس جناب ډاکټر عبدالله عبدالله وړاندې کړه.

په دې کنفرانس کې د ۲۰ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو او لوړ رتبه ډیپلوماټانو برخه اخیستې وه چې د خپلو څرګندونو د وړاندې کولو پر مهال یې په ښکاره ډول د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې بهیر په اجماع څرګنده کړه.

د غونډې ګډون والو د سولې پروسې په اړه د وروستيو پرمختګونو په ځانګړې توګه د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي په کچې کې د پام وړ کمښت راوستل، د طالبانو او افغان حکومت ترمینځ د بندیانو خلاصون، د بین الافغاني خبرو پیل او په افغانستان کې د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د کمپاین پراخولو په موخه بشري اوربند په هکله په ټینګار سره خبرې وکړې.

د کنفرانس برخه والو، د تاوتریخوالي لوړې کچې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور او د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي اعلامیې ته په اشارې سره، له طالبانو وغوښتل چې په تاوتریخوالي کې د پام وړ کمی راولي، تر څو ژر تر ژره د سولې خبرو پیل لپاره فرصت برابر سي.

د غونډې ګډون والو یو ځل بیا، د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ وکړ او په تیرو دوه لسیزو کې د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې د ګډو ارزښتونو او لاسته راوړنو د ساتنې غوښتنه وکړه.

Read 199 times

Last modified on سه‌شنبه, 17/04/1399

Go to top