پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹، ۱۲:۵۹ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د ترکيې وان جهیل کې د افغان کډوالو د ډوبې شوې کښتۍ په اړه د حقایقو څارنه

||| ||| |||

کابل – د ترکیې په انقره کې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت او د بهرنیو چارو وزارت د پرلپسې څارنې پر بنسټ ثابته شوې ده،  چې د ۱۳۹۹ چنګاښ په ۷ مه یوه کښتي چې د افغانستان ۷۰-۸۰ وګړو په ګډون د نورو هېوادونو کډوال هم په کې سپاره وو، ماښام مهال چې غوښتل یې د جهیل څخه تیر شي د سخت طوفان له امله د کډوالو کښتۍ ډوبه او سپاره مسافرین پرته د کښتې چلوونکې څخه پکې وژل شوي دي. 

هغه معلومات چې د ترکیې د وان ښار چارواکو د افغان سفارت ته ورکړي تر دی دمه ۱۳ جسدونه موندل شوي او د نورو جسدونو د موندنې هڅې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ترکیه کې د افغانستان سفارت یاده موضوع د بهرنیو چارو وزارت سره په پوره پاملرنې څاري. همدارنګه له هیوادولو او ددغې پښې د قربانیانو خپلوانو څخه غوښتنه کوي چې د جسدونو د پیژندنې پخاطر اړین معلومات لکه انځور او د پیژندنې نور اسناد په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان سیاسي او قنسولي نماینده ګیو د لارې په نیغه توګه یا د تلیفون له لارې شریک کړي.

 د بهرنیو چارو وزارت د قنسولي چارو ریاست شمیره: عبدالولی ولید0093782445222
په انقره کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت:فرزانه رحیم 00905385018824
په ایران کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت:  سید ابراهیم حجازی009893773333840
په استنبول کې د افغانستان اسلامي جمهوریت جنرال قونسلګري عزت الله فضلی 00985535018585

 

د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د هېوادوالو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې دیته ورته د ناقانونه سفرونو په ځانګړي ډول د قاچاقبرو په واسطه چې د مالي او ځاني زیانونو سبب ګرځي ځان وساتي. ګران هېوادوال باید د هیوادونو ترمنځ د سفر لپاره د قانوني لارو  څخه هڅه وکړي ترڅو  د ځاني او مالي خطرونو څخه وژغورل شي.

Read 227 times
Go to top