پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹، ۱۲:۱۷ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

ویډیويي کنفرانس له لارې د افغانستان، اذربایجان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزې خبرې اترې

|||||| |||||| ||||||

کابل – د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر نن د ویډیويي کنفرانس له لارې د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي المار محمد یاروف او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رشید مرادوف سره د یو لړ موضوعاتو په اړه خبرې اترې  وکړې.

دغه خبرې اترې د درې واړو هیوادونو ولسمشرانو د هغی درې اړخیزې ناستې پر دوام  چې د روان کال د چنګاښ په ۱۲ نیټه جوړه شوې وه ترسره شوی. د درې واړو هیوادونو د مشرانو لخوا طرحه شویو وړاندیزونو  او تطبیقی لارو چارو او د میکانیزمونو  په طرح او ترتیبولو باندی بحث  کول، ددې ناستې دایرولو موخه جوړوی  

د درې اړخیزو همکاریو پلانونو پلي کولو میکانیزمونه په څلورو ځانګړو مواردو کې په مفصله توګه تر بحث لاندې ونیول شول چی د دریو هیوادونو مشرانو د غونډهو په بهیر کې، د ترانسپورټ، سوداګرۍ، انرژۍ او پانګوونې په سکتورونو د همکارۍ پیاوړي کولو په  شمول،  پرې بحث او خبرې اترې شوی وې. همدارنګه، دریو واړو خواو د پورتنیو پلانونو د تطبیق میکانیزمونو پر جوړولو هوکړه وکړه او پریکړه یې وکړه چې درې اړخيزه ترانسپورتي کاري ډله د روان کال د زمري میاشت په ۶ مه د پلان پلي کولو لپاره ناسته ونیسي  او هغی د پلي کولو په برخه کی اړین تدابیر غوره عملی کړي.

  د دریو واړو هیوادونو ترمینځ د سوداګرۍ، د ترانسپورټ د پراختیا په موخه د لاجوردو لاری  تړون څخه په لویه پیمانه  ګټی  ترلاسه کولو باندی د بحث په ترڅ کې،  دریواړو هېوادونو د نوري فایبر پروژی په غځونه، د ریل پټلۍ په غزولو، د دواړو لورو پانګوونکو څخه ملاتړ، ‌ ګمرکاتو کی د لازمو آسانتیاو رامینځته کول، د مالیې اسانه قواعد، د ترانسپورټ او سوداګرۍ د دهلیزونو پراختیا، د دریو واړو هیوادونو په کچه د سکټوري کاري ډلو ګمارنې او د درې واړو لورو  د بهرنیو چارو وزیرانو پر خپل وخت ددې لړ غونډو په ترسره کیدو باندې موافقه وکړه.

Read 183 times
Go to top