پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹، ۱۲:۵۹ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

آلمان دولت د افغانستان د سولی خبرو اترو کوربتوب لپاره خپل چمتوالی څرګند کړ

||| ||| |||

کابل -  د فدرال آلمان جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي هایکو ماس  دهېواد د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست محمد حنیف اتمر سره تلیفوني اړیکه ونېوله.

د دغې اړیکې په ترڅ کې، د آلمان بهرنیو چارو وزیر د سمنګان ولایت ملی امنیت ریاست باندې د تیری  ورځې ترهګریز برید په هکله د افغانستان بهرنیو چارو وزیر ته د خپلی خواخوږی او تسلیت مراتب بیان کړل او طالبانو له لوري د تاوتریخوالي لوړه ګچه وغندله. طالبانو څخه د هغه هیله دا ده چې ډېر ژر دې د تاوتریخوالي کچه ټيټه کړي او د بین الافغاني خبرو اترو بهیر دې پېل شي.

د آلمان بهرنیو چارو وزیر وویل چې د افغانستان دولت او د طالبانو ډلې د هوکړې او غوښتنې په صورت کی، د هغه دولت چمتو دی څو د سولې  د خبرو اترو کوربتوب وکړي او په دی بهیر کی د ښکیلو هېوادونو سره په همغږی کې، اقدام وکړي. ښاغلي ماس افغانستان سره د مرستو او ملاتړ د دوام لپاره  دآلمان دولت  د ژمنو څرګندولو په ترڅ کې بهرنیو چارو وزیر څخه وپوښتل چې آلمان دولت طالبانو سره د سولې د خبرو اترو  بهیر په تړاو بل کوم رول ادا کولی شي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر سولی خبرو اترو لپاره د دې هېواد دچمتوالي له اعلانولو او افغانستان خلکو او دولت څخه د اغیزمنو او دوامداره ملاتړ  په خاطر د زړه له کومی مننه وکړه. د افغانستان د سولې بهیر په تړاو د سیمه ییزی او نړیوالی اجماع د پیاوړتیا په برخه کې د هغه هېواد له  دوامداره همکاریو د جاری ساتلو غوښتنه وکړه. همدغه شان ښاغلي اتمر خپل آلماني سیال ته د دوو هېوادونو  ځانګړو اړیکو له اهمیت څخه ډاډ ورکو.

 بهرنیو چارو وزیر د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا باندی تاکید په ترڅ کې د افغانستان د ډېپلوماټانو د وړتیاو او ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې د هغه هېواد علمی – ډېپلوماتیکو بنسټونو د لا زیاتی ونډې اخېستو غوښتنکی سو. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر په دې  برخه کې د خپل موافقت په څرګندولو سره، د افغانستان بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ څو د دې موضوع په تړاو خپلې څېړنې بشپړې او افغانستان لوري ته به خبر ورکړي.

په پای کې، ښاغلي ماس اتمر ته بلنه ورکړه څو د کرونا ویروس د خپورېدو لړی له پای ته رسیدو وروسته آلمان څخه لېدنه وکړي.

Read 179 times
Go to top