پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹، ۰۱:۲۰ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر په کابل کې د هالنډ سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

||||| ||||| |||||

 کابل – د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر نن له غرمې وروسته په کابل کې د هالنډ له سفیر ارنست البرټ نورمن سره د خدای پامان کتنه درلوده.

 په پیل کې د بهرنیو چارو وزارت وزیر د ښاغلي نورمن هغه هڅې چې د خپل ماموریت پرمهال یې په افغانستان کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا لپاره ترسره کړې وې ترې مننه وکړه او هغه ته یې په خپلو راتلونکو ماموریتونو کې د بریا هیله وکړه.  همدارنګه، په کابل کې د هالنډ سفیر په ځواب کې د بهرنیو چارو وزارت څخه د خپل ماموریت پرمهال د همکاریو او اړیکو ساتلو له امله د کوروداني او مننې اظهار وکړ.

سربیره پردې، ددې ناستې په بهیر کې، دواړو لورو په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو، د افغانستان د سولې په بهیر کې پرمختګ، د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو پیل او د افغانستان د سولې بهیر په اړه د سیمه ایزې او نړیوالې اجماع پر اهمیت خبرې وکړې.

 په پای کې، د بهرنیو چارو وزیر د هالنډ هېواد څخه مننه وکړه چې له افغانستان څخه یې دوامداره ملاتړ کړې او دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه پر خپلو ژمنو یو ځل بیا ټینګار وکړ.

Read 170 times
Go to top