پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹، ۱۲:۱۷ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د بهرنیو چارو وزیر د متحده ایالاتو د شاژدافیر سره د سولې پروسې په اړه بحث وکړ

||||| ||||| |||||

کابل – د بهرنیو چارو سرپرست وزير محمد حنیف اتمر په کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت له شاژدافیر راس ولسن سره د ویډیوي کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

‏‎دوی په خپلو بحثونو کې د افغانستان د سولې بهیر، سیمه ایزو همکاریو او د سولې بهیر په اړه د نړیوالې اجماع په پياوړتيا باندې تمرکز وکړ.

‏‎دواړو خواو د بندیانو د خوشې کیدو، د تاوتریخوالي پر کموالي او د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو سمدستي پیل، د افغان حکومت او امریکا د دوه ګ‌‌‌‌‌‌ډو هڅو په اړه نظرونه تبادله کړل.

‏‎سفیر ولسن د سولې لپاره د اجماع پیاوړتیا په اړه د وروستیو نړیوالو او سیمه ییزو مشورتي غونډو مهمې پایلې وستایلې. سربیره پردې، دواړو لوریو د سیمې هیوادونو د نښلیدلو پر اهمیت، د سوداګرۍ پراختیا او په ځانګړي توګه د افغانستان ، پاکستان او منځنۍ آسیا هیوادونو ترمنځ د څو اړخیزو همکاریو پیاوړتیا په اړه خپل نظرونه تبادله کړل.

په پای کې دواړو لوریو په افغانستان کې د يوې پايدارې سولې ته د رسيدلو لپاره په مکرر ډول پر خپلو تهعداتو ټينګار وکړ.

Read 159 times
Go to top