پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹، ۱۲:۱۷ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د دولت وزیر تلیفوني اړیکه

||| ||| |||

کابل – د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر پرون مازدیګر د سعودي عربستان په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر ښاغلي عادل الجبیرڅخه تلیفوني تماس ترلاسه کړ.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په پیل کې د سعودي عربستان پاچا خادم الحرمین الشریفین د روغتیا په اړه پوښتنه وکړه او د هغه د ښې روغتیا هیله یې څرګنده کړه.

سربیره پردې، ښاغلي اتمر د سعودي حکومت د افغانستان د خلکو او حکومت ښه دوست او ملاتړ کوونکې وباله. همدارنګه، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د نوموړي دولت په بیلابیلو وختونو کې له افغانستان سره د مرستې او همکارۍ مننې ترڅنګ پدې وروستیو کې د سلګونو ښوونځیو جوړولو چمتوالي اعلانول او د سولې بهیر څخه د ریاض ملاتړ او د دواړو هېوادونو د ګډ کار له لارې خورا ارزښتناک او اغیزمن وباله. 

ښاغلي عادل الجبیر د بهرنیو چارو له وزیر څخه د خادم الحرمین الشریفین د احوال اخیستولو له امله مننه وکړه او په بیلابیلو برخو کې یې د دواړو هیوادونو ګډه همکاري ارزښتناکه وارزوله؛ همدارنګه په بیلابیلوبرخو کې په ځآنګړې ډول د سولې بهیر په هکله د سعودي عربستان پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ. دغه راز، هغه وویل چې سعودي عربستان به د تلپاتې سولې ته د رسیدلو لپاره د هیڅ ډول مرسته او ملاتړ ونه سپموي.

Read 196 times

Last modified on شنبه, 04/05/1399

Go to top