پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹، ۰۱:۲۰ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې سره وکتل

||| ||| |||

کابل – د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر نن د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې اغلې ډبورا لیونز سره وکتل.

دواړو لوریو د افغانستان د سولې بهیر د وروستیو پرمختګونو په اړه په تیره بیا، د دولت او وسله والو طالبانو لخوا تر دې دمه د بندیانو خوشې کیدو په اړه شوی، د افغانستان جمهوري اسلامي دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پیلولو ته اسانتیا رامنځته کولو، د سولې بهیر په اړه د سیمه ایزې او نړیوالې اجماع پیاوړي کولو پر ارزښت او د بشردوستانه اوربند رامنځته کولو پر موضوعاتو خبرې اترې وکړې.

سربیره پردې، دواړو لورو د لوړ پوړو چارواکو ناستې چمتووالی په اړه چې د روان کال د زمري ماشتې په ۷ د سه شنبې په ورځ ترسره کیږي هم بحث وکړ.

اغلې لیونز د سولې لپاره د اجماع پیاوړتیا په اړه د وروستیو نړیوالو او سیمه ایزو مشورتي غونډو مثبتې پایلو یادونه وکړه او په راتلونکي کې یې د ورته نوښتونو پر دوام ټینګار وکړ. همدارنګه، هغې د یو سوکاله افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ.

په پای کې ښاغلي اتمر د ملګرو ملتونو د مثبت رول او د افغانستان سره د دوامدارې مرستې ژمنې له امله د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړې استازې څخه مننه وکړه.

Read 141 times
Go to top