پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹، ۰۱:۲۰ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر په کابل کې د ‌‌‌‌‌‌ډنمارک سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

||||| ||||| |||||

کابل – د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر نن مخکې له غرمې په کابل کې د ډنمارک سفیر ښاغلي میشل لینډ یپسن سره د مخه ښې ناسته وکړه.

په پیل کې د بهرنیو چارو وزارت وزیر د ښاغلي يپسن هغه هڅې چې د خپل ماموریت پرمهال یې په افغانستان کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا لپاره ترسره کړې وې له امله ترې مننه وکړه او هغه ته یې په خپلو راتلونکو ماموریتونو کې د بریا هیله وکړه. 

دغه راز، دواړو لوریو د سولې بهیر د بریا لپاره په هڅو، نږدې راتلونکي کې د لویې جرګې د جوړېدو، او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ‌‌‌‌‌‌ډلې تر منځ د خبرو اترو د پیل پر اهمیت، د تاوتریخوالي کچېې کمول، د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع ملاتړ د سولې بهیر څخه مهم او حیاتي وباله.

د ناستې پای کې، ښاغلي یپسن د خپل ماموریت په دوران کې د ‌‌‌‌‌‌ډنمارک سفارت سره د بهرنیو چارو وزارت د هراړخیزې همکارۍ له امله مننه وکړه. همدارنګه، هغه د بهرنیو چارو وزارت سرپرست سره ژمنه وکړه چې په بروکسل کې به هم د خپل نوي ماموریت پرمهال د افغانستان د سولې پروسې څخه هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکړي.

Read 133 times
Go to top