پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹، ۰۱:۲۰ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د سولې بهیر او د سولې مشورتي لویې جرګې څخه د سیمې او نړۍ ملاتړ

||||||| ||||||| |||||||

کابل – د تیرو ناستو په تعقیب، د بهرنیو چارو وزارت نن له غرمې وروسته د "سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع پیاوړتیا" او "سولې لپاره د نړیوالې اجماع پیاوړتیا" تر سرلیک لاندې د دوو جلا مشورتي غونډو کوربه توب درلود. یادې ناستې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ د ویډیویي کنفرانس له لارې پداسې حال کې ترسره شوې چې په کابل کې میشتو سفیرانو، د هېوادونو ځانګړو استازو او د نړیوالو سازمانونو استازو هم پکې برخه اخیستې وه. په دواړو ناستو کې له څلویښتو څخه د زیاتو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون درلود. ګډونوالو د طالبانو بندیانو د خوشې کیدو او اوربند پر اهمیت، د سولې په بهیر کې د جګړې د قربانیانو حقونو ته درناوی، د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د خلکو د ګډون پر اهمیت او د سولې خبرو اترو بیړني پیل په هکله بحث او نظرونه تبادله کړه.
دغه راز، د بهرنیو چارو وزیر په خپلو پرانیستونکو څرګندونو کې د سولې په هکله د افغان حکومت اقدامات، د ۵۰۰۰ څخه زیاتو طالب بندیانو خوشې کیدو او سولې ته د رسیدو په هکله خبرې وکړی. سربیره پردې، ښاغلي اتمر د سولې مشورتي لوېې جرګېد جوړولو په هکله د دولت د چمتوالي او د دې جرګې سیاسي او تاریخي مخینې ارزښت په هکله ګډونوالو ته خبرې وکړی. همدارنګه، ښاغلي اتمر د خپلو خبرو په لړ کې د دې لویې مشورتي جرګې موخې، اجنډا، جوړښت او له نړیوالو متحدینو څخه د افغان دولت د تمې په اړه هم خبرې وکړې.


دغه راز، د دواړو غونډو برخه والو د مشورتي ناستو دوام ستاینې ترڅنګ، د طالب بندیانو خوشې کولو له امله د افغان حکومت د هڅو ستاینه وکړه او د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړولو او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر څخه ملاتړ څرګند کړ. ګډونوالو لویه جرګه د سولې بهیر لپاره یو مشورتي او بشپړونکې اصل وباله، او د دې جرګې جوړول یې د سولې او داسې ملي مسایلو په هکله د تصمیم نیولو بهیر کې د ولس د نظریاتو او مشورو شریکولو لپاره یو فرصت وګاڼه.

همدارنګه، دوی په جلال آباد کې وروستی برید او د درې ورځني اوربند تر مخه د تاوتریخوالي لوړه کچه په کلکه وغندله. ګډونوالو د لوی اختر په جریان کې دوه اړخیز اوربند ستاینه وکړه، ټینګار یې وکړ چې طالبانو د بشردوستانه اوربند په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک، په افغانستان کې د اوربند په اړه د اسلامي همکارۍ د سرمنشي اعلامیه، نړیوالې ټولنې او افغان ولس غوښتنه په پام کې ونیسي، له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي او تل پاتې اوربند تامین کړي. د دوی غوڅ شمیر، پداسې حال کې چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ترمینځ د خبرو د بیړني پیل څخه ملاتړ وکړ، د تیرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنو ساتلو او تقویت باندې ټینګار وکړ.

Read 158 times
Go to top