د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د هالنډ له نوې ټاکل سوې سفیرې سره وکتل
|||||
|||||
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر نن له غرمې وروسته د افغانستان لپاره د هالنډ د شاهي دولت له نوې ټاکل سوې سفیرې مېرمن ویګرس ګاسیلیا تیودورا ماریا سره وکتل.
پدې کتنه کې، د بهرنیو وزیر د هالنډ هیواد د دوامدارو مرستو څخه په مننې سره، په کابل کې د دې هیواد د سفیرې په توګه دمېرمن ویګرس دګومارنې هرکلی وکړ او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په برخه کې یې د بهرنیو چارو وزارت له لوري په کابل کې د هالند سفارت او میرمن ویګرس ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
مېرمن ویګرس له افغانستان سره د خپل هیواد د همکاریو د دوام په یادونه، ژمنه وکړه چې د خپل ماموریت په دوره کې به د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه هلې ځلې کوي.
دکتنې په اوږدو کې میرمن ویګرس د خپل باور لیک یوه کاپی د بهرنیو چارو وزیر ته وړاندې کړه.
Last modified on چهارشنبه, 19/06/1399












